سوریه کې له ایراني قومندان سره د یوه افغان جنګیالي وژل کېدل
د عکس سرچینه، HRW
رپوټونه وايي، یو افغان داوطلب جنګیالی له یوه ایراني قومندان سره یوځای د سوریې جګړه کې وژل شوی دی.
د ایراني ملېشه ځواکونو اډې خبر ورکړی چې جاوېد حسیني او ایرانی قومندان عبدالله خسروي د تېرې شنبې په ورځ سوریه کې وژل شوي.
ددغو کسانو د وژل کېدو دقیق ځای او د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
له ۲۰۱۳ کال راهیسې په سوریه کې د واکمن نظام او د ایران په ملاتړ د ځینو افغان جنګیالیو د نیول کېدو او وژل کېدو خبرونه ورکول کېږي.
په ۲۰۱۴ کال په ټولنیزو رسنیو کې يوه خپره شوې ویډیو ښيي، هغه افغان چې په سوریه کې د حکومت په پلوۍ جنګیده، ګواکې د بشار اسد مخالفانو ژوندی نیولی دی.
دغه افغان چې په فارسي ژبه خبرې کوي وايي چې ایراني پوځیانو د میاشتې ۶۰۰ ډالرو په بدل کې د سوریې جنګ ته لیږلی و.
یاد شوی افغان چې ۴۵ کلونه عمر لري، وايي د نشيي توکیو د لېږد په تور ایران په ۶ کلن بند محکوم کړی و، خو اوس په سوریه کې بندي دی.
د ۲۰۱۳ میلادي کال په مني کې د لومړي ځل لپاره داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې یو شمیر افغانان هم د سوریې په جګړه کې ښکیل دي، یو شمیر راپورونو کې راغلي وو، چې ګواکې ایران د مېشتېندنې د لاسوندونو او پیسو د ورکړې په بدل کې دغه افغانان د بشار اسد په ملاتړ سوریې ته استوي.
اوس دلته په افغانستان کې هغه کورنۍ ډیرې په اندیښنه کې دي چې خپل خپلوان یې د کار لپاره ایران ته تللي دي، د غزني ولایت یو وسیدونکی له همدغې ډلې دی.
د روان اکتوبر په لومړیو کې د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې وویل، د ایران انقلابي ګارد سوریه کې د حکومت مخالفو پروړاندې ان تر ۱۴ کلنو افغان ماشومان د جګړې لپاره ګومارلي. سرچینې له ملګرو ملتونو ددغه رپوټ په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، دغه کډوال افغان ماشومان د ایران د اسلامي انقلاب ګارد اړوند "فاطمیون" افغان کنډک کې د حکومت مخالفو پروړاندې جنګېږي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د سرچینې په وینا، د نړیوال قانون له مخې، په جګړه ییزو فعالیتونو کې تر ۱۵ د ټیټو کلونو ماشومان ګومارل جنګي جرم ګڼل کېږي.
په راپور کې راغلي، څېړنډلې په ایراني هدیرو کې د قبرونو د شناختو داسې انځورونه اخیستي، چې سوریه کې د وژل شویو کسانو مړي پکې خښ کړل شوي، چې په وژل شویو کې اته هغه افغان ماشومان دي چې ښکاري سوریه کې جنګېدلي او وژل شوي دي.
د دغه سازمان په یوه راپور کې راغلي: "ایراني رسنیو راپور ورکړی چې لږترلږه شپږ افغان جنګېدونکي ماشومان سوریه کې وژل شوي.
په دوو پېښو کې عکاسانو د قبرونو داسې شناختې موندلې چې ښکاري د خښو کړل شویو عمرونه تر ۱۸ کلونو پورته دي، خو د ځینو وژل شویو جنګیالیو ایراني رسنیو ته ویلي، دوی ماشومان وو، خو عمرونه یې ددې لپاره لوړ ښودل شوي وو چې فاطمیون کنډک کې وګومارل شي."
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته