افغانستان کې د پښتورګو د درملنې نوی مرکز پرانیستل شو
د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د پښتورګو د درملنې یو نوی مرکز پرانیستل شوی. دغه مرکز کې د پښتورګو د تشخیص، درملنې او دیالیز یا د ناروغ د وینې د چاڼولو برخې شته دي. له دې وړاندې هغه ناروغان چې د پښتورګو له ناروغيو کړېدل د درملنې په موخه به له هېواده بهر تلل.
مومن د غزني د ده یک ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه وايي دا چې په غزني کې يې درملنه شونې نه وه کابل ته راغی. هغه په کابل کې جمهوريت روغتون ته راغلی. د هيمو ډیاليز دا نوی مرکز هم همدلته په دغه روغتون کې پرانستل شوی.
د دولتي شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې له پنځو زرو ډېر خلک د پښتورګو له ناروغۍ کړېږي. د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي د یادې ناروغۍ ډېرېدو او ډيالیز ماشین ته د دغې ناروغۍ د ناروغانو ډېرې اړتيا وهڅول چې دا مرکز رامنځته کړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدين فیروز:
"د دغو پنځو زرو کسانو ډېری يې بې وزلي دي، اوس مهال يې ډېری ګاونډیو هېوادونو ته د درملنې په موخه ځي، دوی يا خپله ځمکه او نور شته پلوري او ګاونډيو هېوادونو ته د پښتورګي د درملنې په موخه ځي. روغتیا وزارت دا پرېکړه وکړه چې دا ستونزه نوره ختمه کړي او اړمنو کسانو ته د ستونزو بنسټیزه حل لاره برابره کړي. له همدې امله مو د هېواد په بېلابېلو برخو کې سږ کال هيمودیالیز مرکزونه جوړ کړو."
د پښتورګو ناروغان په اونۍ کې لږ تر لږه درې ځله ډیالیز یا د وينې چاڼ ته اړتيا لري چې وينه یې د بدن اړتیاوو ته ځواب وویلای شي. د پښتورګو ناروغان هغه مهال د ډيالیز ماشين ته اړ کېږي چې پښتورګي يې ونشي کولای په طبيعي ډول خپله دنده مخ ته یوسي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزیر وايي تر اوسه په کابل او ننګرهار کې د هیمودیالیز اتیا ماشينونه لګېدلي او ټاکل شوې د روان کال تر پایه په کندهار، هرات او بلخ ولايتونو کې او را روان کال په پکتیا او بامیانو کې هم د هيموډیالیز مرکزونه فعال شي.
هغه وايي د پښتورګو د پیوندولو امکانات په هرات ولايت کې شته او ژر به يې په کابل کې هم مرکز فعال شي.
د چارواکو په وینا هغه ناروغان چې د درملنې په موخه له هېواده بهر تلل اوس يې په دغه مرکز درملنه کېدای شي. د پښتورګو ناروغي ګڼ عوامل لري.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عامې روغتيا وزارت چارواکي د هيموډیالیز د مرکز جوړېدل د دغې ناروغۍ پر معياري درملنه د لاسبري کېدو په لور ښه ګام ګڼي، خو وايي اوس هم قناعت بښونکو روغتيايي خدماتو ته ډېر کار پاتې دی.
چارواکي وايي په افغانستان کې د پښتورګو د ناروغۍ له امله د مړينې کچه ډېره لوړه ده. د روغتيا د نړیوال سازمان د یوه راپور له مخې چې په ۲۰۱۴ کال کې خپور شوی نژدې ۲۴۰۰ کسان په کال کې له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته