نورې بلک هاک چورلکې هم افغانستان ته ورسېدې
د عکس سرچینه، RSM
د افغانستان دفاع وزارت وايي، څلور نورې "بلک هاک" چورلکې افغانستان ته را رسېدلي چې ژر به رسماً افغان هوايي ځواکونو ته وسپارل شي. د دفاع وزارت وياند دولت وزيري بي بي سي سي ته وويل:
"افغانستان ته د نويو بلک هاک چورلکو په رارسېدو اړينې تعليمي الوتنې تر سره شوې او ټاکل شوې د راتلونکې اکتوبر مياشتې پر اوومې نېټې رسماً افغان ځواکونو ته وسپارل شي."
افغان ځواکونو ته د بلک هاک چورلکو ورکړه د اافغانستان هوايي ځواک د پياوړتيا تگلارې برخه ده. ښاغلى وزيري وايي، له دغو چورلکو به په هوایي عملیاتو کې د اړتیا پر مهال ګټه واخيستل شي.
څو ورځې وړاندې د ناټو په مشرۍ پرېکنده ملاتړ ځواکونو، لومړنی بلک هاک چورلکه افغان پوځ ته وسپارله.
ناټو وايي، افغان پوځ ته دا ډول چورلکې ور کول به د افغان هوايي ځواکونو د پراختیا، مهارت او ټیکاو سبب شي. د ټانکونو او سپکو وسلو په ګډون اوس د افغان پوځ ټول تجهیزات امریکايي دي.
پوځ ته د امریکايي چورلکو ور کول د دې ځواکونو ترمنځ همغږي زیاتولی شي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي امریکا د افغان هوايي ځواکونو د ملاتړ لپاره ۸۶۰ میلیون ډالره مرسته کړې.
په پام کې ده چې امریکايي ځواکونه تر ۲۰۲۱ کال پورې ۱۵۹ بلک هاک چورلکې افغان حکومت ته ور کړي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته