افغان پوځ ته د مناسب لباس پېرلو کې ۲۸ میلیون ډالر ضایع شوي
د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د امریکايي پروژو ځانګړی پلټونکی وايي، د ناسم غوراوي له امله د دفاع وزارت یا پنتاګون پر ۲۸ میلیون ډالرو افغان ځواکونو ته داسې لباس اخیستل شوي، چې کارول شوی نه دی.
جان ساپکو په یوه رپوټ کې وايي، د افغان پوځ لپاره دا درېشۍ د هغې جنګي سیمې لپاره مناسبې نه وې، چې دوی پکې جګړه کوي.
د نوموړي په خبره، دا یونیفورم د ځنګلي سیمو لپاره دی، خو د افغانستان یوازې ۲،۱ سلنه خاوره پر ځنګل پوښلې ده.
د ښاغلي ساپکو په خبره، پر ۲۰۰۷ کال امریکايي ځواکونو دا درېشۍ په خپل سر نه دي غوره کړې، بلکې د افغانستان دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ هم له دوی سره افغان پوځ ته د لباس پېرل ارځول.
جان ساپکو د دې موندنو په خپل ۱۷ مخیز رپوټ کې وايي، عبدالرحیم وردګ د شخصي خوښې له مخې د امریکا دفاع وزارت په ګودامونو کې تر ټولو ګرانې درېشي وړاندیز کړې:
"کله چې عبدالرحیم وردګ پر انټرنېټ د درېشیو نمونې ولیدې، نو د غوراوي دلیل یې یواځې دا و چې دا نمونه یې خوښه ده".
له امریکايي ورځپاڼې یو اېس اې ټو ډې سره په خبرو کې جان ساپکو ویلي، که د عبدالرحیم وردګ ګلابي رنګ خوښ وی نو موږ به ګلابي درېشۍ ور کولې دا خو بلکل ساده توب دی، موږ به هیڅ پوښتنه نه کوله؟
" موږ د فېشن په نوم د مالیه ور کوونکو ۲۸ میلیون ډالر ضایع کړه، هغه هغه د یوه دفاع وزیر د خوښې له امله چې فکر یې کاوه، درېشۍ ښایسته دي".
د امریکا د مشرانو جرګې جمهوریپال سناتور چاک ګرسلي ایټ دا رپوټ شرموونکی او امریکايي مالیه ور کوونکو ته سپکاوی بللی دی.
" هغوی چې په ناسمو درېشیو یې پیسې ضایع کړې دي، داسې اېسي لکه سلیم عقل چې نه لري".
په افغانستان کې د امریکايي پوځ سرپلټونکي د مالي سرچینو د ضایع کېدو له امله په ځلونو پر پنټاګون نیوکه کړې ده.
تېره جنوري نوموړي واشنګټن کې اندیځ (فکري مرکز) ته په وینا کې وویل، د اسنادو له مخې د طالبانو مشرانو له قومندانانو غوښتي و، چې امریکایي سونتوکي، مهمات او وسلې له افغان ځواکونو وپېري، ځکه چې ارځان دي.
افغان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده بلل کېږي.
وروستۍ موندنې په داسې مهال دي چې واشنګټن غواړي افغانستان ته نور ځواکونه واستوي.
ولسمشر ټرمپ د نور پوځ د لېږلو پرېکړه پنتاګون یا دفاع وزارت ته سپارلې ده.
امریکايي رسنۍ وايي، ښايي پنتاګون څو زره امریکايي سرتېري افغانستان ته ولېږي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته