'د وسله والو پرضد بیا د 'بمونو مور' کارولو غوښتنه کوو'
د افغانستان دفاع وزارت وايي که په راتلونکې کې بیا هم د اچین په څېر د وسله والو مخالفینو له لوی ځواک سره مخ شي نو له بهرنیو ځواکونو به یې د ختمولو لپاره د بمونو مور په نوم بم د کارولو غوښتنه وکړي.
تېره پنجشنبه د دغه بم له کارولو راهیسې په افغانستان کې د ننه ډېرې نیوکې شوې دي.
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بمونو د مور غورځولو پېښې په افغانستان کې دننه بېلابېل غبرګونونه راپارولي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر خلکو دا کار په کلکه غندلی، خو افغان پوځ وايي که اړتیا وه بیا به هم د دغې وسلې د کارولو غوښتنه وکړي.
په افغانستان د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد وايي، د دښمن ځواک او شمېر ته په کتو سره به پرېکړه کوي چې له منځه وړلو لپاره یې له څه ډول وسلو کار واخلي:
''د ننګرهار اچین ولسوالۍ په مومند دره کې د دې اړتیا وه چې باید دا بم استعمال شوی وای، شاید موږ په سرپل ولایت کې د دښمن له شل کسیزې ډلې سره مخامخ شو نو که موږ به د دښمن شمېر او ځواک ته په کتو سره پرېکړه کو چې له منځه وړلو لپاره یې څه ډول وسلې کار واخلي، یانې موږ د دوی له منځه وړلو لپاره په وروستۍ شېبه کې د خپلو وروستیو امکاناتو څخه کار واخلو. ''
'خالد'
د تېرې پنجشنبې په ماښام په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ نړیوالو ځواکونو له خوا د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بمونو د مور په نوم لوی بم وکاروه چې په پایله کې یې د ادعا له مخې د داعش ۹۵ غړي وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت د حکومت وسله والو مخالفینو له منځه وړلو په موخه د 'خالد' په نوم عملیات یې پیل کړی دی.
د عکس سرچینه، AFP
مراد علي مراد وايي: ''سږ کال د شفق عملیاتو په تقعیب سره د خالد په نوم پلان شوي په ټول افغانستان کې پیل شول د خالد په نوم عملیات اوس په هغو سیمو، چې جګړه پکې روانه ده، لومړیتوب ته په کتو سره پیل شول. ''
خو ځینې پوځي کارپوهان د پوځي عملیاتو د مدیریت په تړاو اندېښنه لري او وايي که دغه برخه پیاوړې نه شي، اغېز به یې ډېره څرګنده نه وي.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وینا، اوس په افغانستان ۲۰ ترهګرې ډلې فعالیت کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ یې بهرني ځواکونه له منځه وړلو په موخه پر له پسې ځمکنې او هوايي عملیات کوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته