د افغان ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابره کېږي
د عکس سرچینه، Getty Images
د دفاع وزارت چارواکي وايي، د ځانګړو ځواکونو فرقه چې ۱۷ زره ځانګړي ځواکونه پکې دي، په قول اردو بدلوي چې هر قول اردو له دېرشو زرو ډېر ځواکونه لري.
د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، اړیتا ده چې افغان کومانډو ځواکونه لا پیاوړي او ښه سمبال شي: ((د افغانستان ځانګړي ځواکونه د سیمې په کچه پیاوړي ځواکونه دي او د ملي دفاع وزارت پرېکړه کړې چې د د غو ځواکونو قطعه په قول اردو بدله کړي.))
د افغانستان د ځانګړو ځواکونو فرقه د څه باندې شلو وسله والو ډلو پر وړاندې چې د نظام پر وړاندې جنګېږي، کلک دفاعي سنګر دی چې دمګړۍ د ټولو افغان ځواکونو کابو ۷۰ سلنه نظامي عملیات ور له غاړې دي.
نظامي کار پوهان وايي، د دغو ځواکونو زیاتیدل به له سختدریځو سره د جګړې په میدان کې د دولت په ګټه تمام شي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د پوځ مخکینی جنرال عتیق الله امرخیل وايي، د افغانستان پوځ زیاتره ځواکونه جبهه یي جګړو ته روزل شوي دي، په داسې حال کې طالبان د برید او تېښتې په ډول حملې کوي او له دوی سره جګړه هم ځانګړو ځواکونو ته اړتیا لري:
((ځانګړي ځواکونه ډېر پیاوړي دي، دولت باید د ملي اردو د جوړېدو پر مهال دې ته متوجه شوی وای، چې ور له غاړې جګړه مخامخ جګړه نه ده، بلکې غلچکۍ (چیریکي) جګړه ده او د دې لپاره ځانګړي ځواکونه پکار دي.))
د ناټو جنرالانو په ګډون چې د افغان ځواکونو په روزنه او تجهیز کې برخه لري، ډېری یې افغان ځانګړي ځواکونه په سیمه کې بې جوړې هغه بولي.
ځانګړي ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو په جوړښت کې اته کاله مخکې د خاصو او له ګواښونو ډکو عملیاتو لپاره رامنځ ته شول.
حکومت وايي، ځانګړو ځواکونو د تېر کال په وروستیو نهو میاشتو کې د طالبانو ۴۰۰ مخکښ کسان له منځه وړي.
د دغو ځواکونو د کار ډول د امریکا سمندري ځواکونو ته ورته دی، شپني عملیات چې پخوا به بهرنیو ځواکونو تر سره کول اوس افغان ځانګړي ځواکونه پر مخ وړي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته