افغانستان د ماشوم ځورونې او بچه بازۍ د مخنیوي قانون جوړ کړ
د عکس سرچینه، AFP
افغان حکومت په لومړي ځل د ماشومانو د ځورونې او له بچه بازۍ سره د مبارزې په موخه قانون جوړ کړی دی. د افغانستان د عدلیې وزارت چارواکي وايي د دغه قانون مسوده د کابینې له خوا تایید شوې او نور پړاوونه یې هم دوام لري.
د ماشومانو د ملاتړ قانون په طرحې کې د بچه بازۍ عاملانو ته سزا هم په پام کې نیول شوې ده.
کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې لیکي، تر دې مهاله د افغانستان په قانون کې د بچه بازۍ عاملانو ته ځانګړې سزا نه وه معلومه، خو د بشري حقونو د بنسټونو تر هڅو وروسته اوس افغان حکومت لاس په کار شوی او له بچه بازۍ سره د مبارزې موضوع یې د ماشومانو څخه د ملاتړ په یوې پراخې طرحې کې را اخیستې ده.
د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت په دې اړه بي بي سي ته وویل:
"بچه بازي او نور غیر اخلاقي او غیر انساني حرکتونه جرم ګڼل شوی او د جزا په کود کې سزا ورته ټاکل شوې ده."
ښاغلی ریاضت وايي دغه طرحه د افغانستان د وزیرانو شورا له خوا تایید شوې او نورو پړاوونه یې هم روان دي.
د هغه په وینا، د دغې طرحې د لا بډاینې لپاره به د دیني عالمانو او قانون پوهانو سره سلا مشورې وکړي او وروسته به یې د تصویب په موخه ملي شورا ته واستوي، چې د ولسمشر له خوا تر منلو وروسته به عملي کېږي.
پوښتنه دا ده چې دغه طرحه به د قانون له ساتونکو سره څه مرسته وکړي، دا پوښتنه مو د پروان ولایت له امنیې قومندان محمد زمان مموزي څخه وکړه:
"د افغانستان د اساسي قانون په ګډون په ټولو قوانینو کې د یوه شخص ازار او اذیت جرم دی، په دې اړه که قانون یا سرې کرښې جوړېږي موږ یې پلویان یو."
د افغانستان په ځینو سیمو کې د تنکیو هلکانو ځورونه، ګډول یا بچه بازي له ډېرو کلونو مخکې موجوده وه، چې په وروستیو څو کلونو کې لا پراخه شوې.
په تېره بیا زورواکان له تنکیو ځوانانو د جنسي مریو په توګه کار اخلي. ځینې وخت دغو هلکانو ته ښځینه جامې وراغوستل کېږي او په خپلو محفلونو کې یې ګډوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته