ټرمپ ته د طالبانو خبرداری: که بهرنی سیاست مو بدل نه کړ تاریخي ماته به وخورئ
د عکس سرچینه، Getty Images
د "سایټ اطلاعاتي ډله " چې پر انټرنټ د بنسټپالو ډلو فعالیتونه څاري وايي، طالبانو د یوې ویناپاڼې په خپرولو د امریکا له نوي ولسمشره ډونلډ ټرمپ غوښتي چې خپل سرتېري دې له افغانستانه وباسي او د مخکینیو دولتونو بهرنۍ تګلاره دې نه تعقیبوي.
ویناپاڼه لیکي چې که امریکا د مخکینیو ولسمشرانو، بارک اوباما او جورج بوش، تګلاره پرمخ بوځي د "له شرمه ډکې ماتې " تمه دې ولري.
طالبانو افغانستان کې د امریکا ۱۵ کلنې "ناکامۍ " ته په اشارې لیکلي، د دې ترڅنګ چې بهرنیو ځواکونو هم "بې ګناه افغانان ووژل " او هم مالي زیان ورواووښت، دغې جګړې په نړۍ کې د دوی اعتبار هم زیانمن کړ.
د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو په ویناپاڼه کې ښاغلي ټرمپ ته لارښوونه شوې چې د امریکايي جنرالانو تحلیل ته غوږ ونه نیسي ځکه هغوی د جګړې د دوام لپاره ناسم رپوټونه ورکوي.
دوه ورځې وړاندې ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو وروسته د ویډیو کنفرانس له لارې افغانستان کې له مېشتو امریکايي سرتېرو سره وغږېد او ډاډ یې ورکړ چې د دوی ملاتړ به کوي او خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
د افغان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله افغانستان کې مېشتو امریکايي سرتېرو ته د ولسمشر ټرمپ وینا «مثبته نښه او د همکاریو د دوام لپاره ښه ګام» وباله.
دا مهال امریکا په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتېري لري او په پام کې لري چې دغه هېواد کې خپل سمندري ځواکونه ډېر کړي.
د جنوري په اتمه د امريکا پوځ وویل، د افغانستان سوېل ته د پوځي سلاکارانو يوه درې سوه کسيزه ډله ورلېږي. د دغو امريکايي پوځيانو دنده به تر ډېره افغان ځواکونو ته پر سلا مشورو ورټوله وي.
امريکايي رسنيو کې د خپرو شويو رپوټونو پر بنسټ، ټاکل شوې د امريکا سمندري ځواکونو دغه درې سوه کسيزه ډله راتلونکى پسرلى په افغانستان کې خپل ماموريت پيل کړي.
د عکس سرچینه، Reuters
په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د امريکا او ناټو له جګړييز ماموريت پای ته رسېدو نه وروسته دا دویم ځل دی چې امريکايي ځواکونه سويلي ولایت هلمند ته لېږل کېږي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته