مشرانو جرګې امنیتي مسوولین عمومي غونډې ته غوښتي وو
د عکس سرچینه، PARLIAMENT
د افغانستان مشرانو جرګې د دفاع، کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت ادارې مشر خپلې عمومي غونډې ته غوښتي وو.
د افغانستان مشرانو جرګه وايي، هېواد کې جګړه ډېره شوې او د اسلامي دولت یا داعش په نامه ډلې وده کړي او دغه راز د هېواد په ښارونو کې د ځانمرګي بریدونو شمېر ډېر شوی دی.
د افغانستان مشرانو جرګې ځینې غړي وايي، همدا اوس د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې جګړه روانه ده، خو بل لور ته امنیتي چارواکي وايي، د حکومت مخالفانو ته یې د تېر کال اوږدو کې درنه مرګژوبله اړولې او هغوی نه دي توانیدلي خپلو هدفونو ته ورسېږي.
د افغانستان دفاع وزیر عبدالله حبیبي مشرانو جرګې ته وویل، د افغانستان دفاعي ځواکونه راتلونکي پسرلي کې د پراخو پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې دوی د سږ کال ژمي اوږدو کې هم ځینو برخو کې پوځي عملیات کوي، ځینو برخو کې د بیا رغونې چارې کوي او وايي د ( دښمنانو ) ماتولو لپاره په رواني جګړه کې هم کار کوي.
سناتورانو د داعش نومي ډلې شتون او فعالیتونه هم د اندېښنې وړ وبلل او له امنیتي مسوولانو یې وغوښتل، چې د دغې ډلې د فعالیتونو مخنیوي وکړي.
د افغانستان دفاع وزیر په خبره افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار په ځینو برخو کې او په ځانګړې توګه په پچیراګام ولسوالۍ کې دغه ډله تر ډېره بریده ځپلې ده.
د نوموړي په وینا اوس هم د دغې ډلې خلاف عملیات روان دي. د افغانستان ملي امنیت ادارې مشر معصوم ستانکري په خبره افغانستان کې د جګړې پای ته سولو لپاره 'ملي یوالي ته اړتیا ده ' او په خبره یې باید د سیاسي ثبات لپاره هر اړخیزې هلې ځلې وشي.
د هغه په وینا، شخصي، قومي، سیمه ییزې او ژبنۍ سیالۍ د دې لامل شوې، چې سیاسي نظام ناتوانه شي او د حکومت مخالفان له دغه حالته ګټه پورته کړي.
نوموړي دغه راز هغو کسانو ته خبرداری ورکړ، چې د حکومت وسله والو مخافانو ته اسانتیاوې چمتو کوي او دغه کسان یې د وسله والو مخالفانو پرتله ډېر خطرناک وبلل.
ښاغلي ستانکزي وویل، هغه کسان، چې د حکومت وسله والو مخالفانو فعالیتونو ته زمینه برابروي، هغوی په خپلو کورنو کې پټوي او په خپلو ګاډو کې یې لېږدوي، رالېږدوي، باید د وسله والو مخالفانو پرتله سختې سزاوې وویني.
د افغانستان ملي امنیت ادارې مشر دغه راز وویل، باید په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د وسله والو مخالفانو منځ کې د جګړې انګېزه بدله کړل شي او هغوي وپوهول شي، چې دغه جګړه ' جهاد ' نه دی، بلکې د بې ګناه اسنانانو وژنه ده.
له فساد سره مبارزه، د قانون پلي کول، د مشرتابه په کچه بدلونونه راوستل او محاکمې ته د هغو کسانو محامخ کول، چې له واکه ناروا ګټه اخلي نور هغه پروګرامونه وو، چې ننۍ غونډې ته غوښتل شویو مسوولانو ویل کار پرې کوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته