د چورلکې لوېدو کې د افغان قول اردو یو قومندان وژل شوی
د عکس سرچینه، FB
افغان چارواکي وايي د ۲۰۷ نمبر قول اردو قومندان جنرال محي الدین غوري د چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوی.
پېښه نن سې شنبه د نومبر ۲۹مه د غرمې وروسته د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د موریچاق په کلي کې رامنځ ته شوې.
د چارواکو په وينا په دې پېښه کې د دغه ولايت د ملي امنيت او د ولايتي شورا رييسان هم ټپيان شوي دي.
تر دې وړاندې جنرال محي الدين غوري په کندوز کې د ۲۰ پامير فرقې د قومندان په توګه دنده ترسره کړې وه.
د بادغیس او هرات ځایي چارواکو د دې خبر په تاییدولو سره ویلي چې په پېښه کې د بادغیس د ملي امنیت او د ولایتي شورا مشران هم ټپيان شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بي بي سي ته وویل چی پېښه د خرابې هوا له کبله رامنځ ته شوې خو د بادغیس د ځایي چارواکي بیا تخنیکي ستونزې ته اشاره کوي.
د عکس سرچینه، FB
طالبان ادعا کوي چې دغه چورلکه دوی ويشتلې.
دغه سیمه کې په دې ورستیو څو میاشتو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وې.
چارواکي وايي چورلکه ځمکې سره نژدې الوتنه کوله ځکه په کې نور سپاره کسان ژوندي پاتې شوي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته