امریکا سوریه کې د سپاه پاسداران پر ملاتړو وسله والو هوايي بریدونه کړي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ارشیف - سوریه کې مېشت امریکايي ځواکونه

امریکايي‌ ځواکونو د سوریې ختیځ کې د ایران د سپاه پاسداران له ملاتړه پر برخمنو ملېشو هوايي‌ بریدونه کړي.

د امریکا پوځ یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغو بریدونو امر ولسمشر جو بایډن ورکړی.‌

دغه بریدونه چاشنبه سهار وختي دیرالزور ولایت کې شوي خو ایران او د سوریې حکومت تر اوسه پرې غبرګون نه دی ښودلی.

د امریکا پوځ‌ مرکزي‌ قوماندانۍ "سېنټکام" یوه اعلامیه کې ویلي چې دا ګام په پوره غور او دقت پورته شوی.‌

دې قوماندانۍ د په نښه شویو اهدافو د ماهیت جزییات نه دي‌ خپاره کړي‌ او دا یې هم نه دي ویلي‌ چې بریدونو کې یې څومره زیان اوښتی.‌

د سنټکام اعلامیه کې راغلي‌ "نني‌ بریدونه د امریکا د پرسونل د دفاع او خوندیتوب لپاره اړین وو."

د امریکا مرکزي قوماندانۍ دا د اګست پر ۱۵مه سوریه کې د دوی پر ځواکونو شوي برید ته ځواب بللی.

د قوماندانۍ ویلي "متحد ایالتونه شخړه نه غواړي، خو د خپلو خلکو دفاع او خوندیتوب لپاره به اقداماتو ته دوام ورکړي."

ادعا دا ده چې د ایران له ملاتړه برخمنې ملېشې د اګست پر ۱۵مه پر تنف پوځي‌ اډې چې امریکايي‌ ځواکونه پکې مېشت دي،‌ د بې پيلوټه الوتکې برید کړی و.

سنټکام هغه مهال ویلي‌ چې دغه برید مالي او ځاني‌ زیان نه دی اړولی.

امریکايي‌ ځواکونه په ۲۰۱۵ کال د اسلامي‌ دولت "داعش" ډلې خلاف عملیاتو لپاره سوریې ته تللي او یو شمېر یې تر اوسه هلته مېشت دي.‌

امریکايي‌‌ پوځیان سوریه کې چېرته مېشت دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

تنف پوځي‌ اډه عراق سره پر پوله د سوریې ستراتیژیک دیرالزور ولایت کې پرته ده او د نفتو څاګانې هم پکې رانغښتې دي.‌

دا اډه لومړی ځل په ۲۰۱۶ کال کې د داعش خلاف مقابلې لپاره جوړه شوه چې هغه مهال یې د سوریې د ختیځ ځینې سیمې کنټرول کې وې.

داعش وسله وال که څه هم دغو سیمو کې ځپل شوي، خو تنف پوځي اډه اوس سیمه کې د ایران د نفوذ او اغېز د پراختیا مخنیوي لپاره د امریکا د پراخې ستراتېژۍ برخه ګڼل کېږي.

تهران ته نږدې ملېشه ځواکونه هم د همدې ځای ګاونډ کې په بېلابېلو پوځي اډو کې مېشت دي.

د سوریې حکومت او متحدان یې بیا بیا وايي‌ چې هلته د امریکايي‌ ځواکونو حضور د توجیې وړ نه دی.

امریکا تر دې وړاندې د ۲۰۱۷ کال جون کې هم د بشار الاسد د ځواکونو لخوا د سوریې سویل کې د دوی په مشرۍ د داعش ضد اېتلاف پر ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د برید خبر ورکړی و.

امریکايي چارواکو هغه مهال ویلي و دغه برید کې کارول شوی ایرانی ډورن اېتلافي ځواکونو رانسکور کړی دی.

واشنګټن وايي د دوی سرتېري سوریه کې د داعش خلاف جنګېدونکو "د سوریې دېموکراتیکو ځواکونو" مشورې او ملاتړ ته پراته دي.‌