د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان جګړې پای ته رسېدو غوښتنه وکړه
د عکس سرچینه، HERAT.GOV
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه په تازه بیان کې ټینګار کړی چې امنیت شورا يو ځل بیا پر خپل پخواني دریځ ټېنګار کوي او افغانستان کې د امارت په نوم د سیاسي جوړښت د بیا رامنځته کېدو پلوي نه ده.
دې بیان کې ویل شوي د امنیت شورا غړي د طالبانو د بریدونو په پایله کې په افغانستان کې پر پراخ تاوتریخوالي ژوره اندېښنه لري او غوښتنه کوي چې ژر تر ژره باید تاوتریخوالی کم شي.
په تېرو څو اونیو کې د افغانستان د څو مهمو ښارونو په څنډو او ځینو برخو کې د طالبانو بریدونه پراخ شوي او له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې جګړو پرمهال پر بشري حقونو تیري او دې برخه کې سرغړونې ته په اشارې ویلي چې د شورا غړې په دې اړه رپوټونو په ژوره توګه خواشیني کړي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي طالبانو د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې یو شمیر پخواني او اوسني حکومتي کارکوونکي له کورونو اېستلي او وژلي دي.
د غزني په مالستان ولسوالۍ کې چې هغه هم طالبانو نیولې د شاوخوا څلویښتو ملکي وګړو د وژلو رپوټونه ورکړل شوي دي.
طالبانو په دواړو وژنو کې لاس لرل رد کړي خو د امریکا سفارت دا وژنې احتمالي جنګي جرم بللی.
امنیت شورا ویلي د جګړې لوري باید د نړیوالو بشري قوانینو له مخې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي. ټېنګار یې کړی چې افغان دولت او طالبان دې د یوې سیاسي روغې جوړې لپاره په جدي توګه د سولې بهیر کې شامل شي د سولې خبرې چټکې او اوربند وشي.
د امنیت شورا غړو پر داسې روغه جوړه ټېنګار کړی چې د ښځو بشپړ، مساوي او معنا لرونکی ګډون تضمین کړي.
له امنیت شورا غوښتنه
د عکس سرچینه، MOF
بل لورته افغان دولت له امنیت شورا غوښتنه کړې چې دغه شورا د ا فغانستان په اړه بیړنۍ غونډه وکړي.
هند اوس د دې شورا مشري کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هندي انډول جې شنکر سره خبرو کې دا غوښتنه کړې ده.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي اتمر په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو او ترهګرو ډلو سره په همغږۍ د طالبانو بریدونه جنګي جنايت او د نړیوالو بشري قوانينونه سرغړونه بللې او د دې ناورین دوام په اړه یې خبرداری ورکړ.
په خپله ښاغلي اتمر په دې اړه پرون خبریالانو ته وویل چې دا غوښتنه یې کابل کې د نړیوالې ټولنې له استازو سره هم مطرح کړې ده.
هغه زیاته کړه دوی ته یې په ډاګه وویل، نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې د افغانانو سره ودریږي او په ټول هېواد کې په تېره ښارونو کې د دې وحشي جګړې مخه ونیسي.
ښاغلی اتمر وايي غوښتنه یې وکړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړې غونډه باید جوړه شي او د دې شورا له خوا ځانګړي اقدامات وشي.
دا غوښتنه داسې مهال کیږي چې افغانستان کې د جګړې نوې څپې زرګونه کورنۍ بې ځایه کړې او په تېرو شپږو میاشتو کې ولسي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله بې سارې بلل شوې ده.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته