اسرائیلو د خپل پوځي تري تم کېدل منلي

د عکس سرچینه، AFP
اسرائیلي پوځ ویلي، په غزې تړانګه کې یې یو سرتېری تري تم شوی دی.
وړاندې د حماس ډلې جنګي څانګې القسام ویلي وو، چې یو اسرائیلی پوځي یې نیولی دی.
د اسرائیلو پوځ وايي، د تېرې یکشنبې پر ورځ یې په غزې تړانګه کې پر یوه ټانک برید شوی، چې بیا وروسته د شپږو پوځيانو مړي وموندل شول او د اووم هغه لټون روان دی.
د اسرائیلو رسنیو د پوځ له خولې ویلي، شاید تري تم شوی پوځي وژل شوی وي.
د القسام ویاند ویلي، چې دوی د شاوول ارون په نامه د اسرائیلو یو عسکر نیولی.
خو وړاندې په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر رون بورسور د خپل یوه پوځي د نیول کېدو خبره رد کړې وه او دا یې ناسمه ګنګوسه بللې ده.
د اسرائیلو په نژدې ۱۴ ورځنیو بریدونو کې نژدې ۶۰۰ فلسطینیان او د فلسطیني جنګیالیو په بریدونو کې ۲۹ اسرائیلیان وژل شوي، چې ۲۷ یې پوځيآن دي.
د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند لپاره نړیوالې دیپلوماتیکې هڅې پیل شوي دي.
په دې لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون قاهرې ته له مصري چارواکو سره د روان کړکېچ د ختمولو په موخه د خبرو لپاره رسېدلي دي.



















