د چین زلزلې کې د وژل شویو شمېر له ۲۰۰ واوښت

د چين په سیچوان ايالت کې له زلزلې ۲۴ ساعته تېرېدو وروسته هم له نړېدلو ودانېو څخه د ژوبلو اومړو رايستل دوام لري.
چارواکي وايي لږ تر لږه ۱۱۵۰۰ کسان ژوبل شوي دي.
دې زلزله کې له ۲۰۰ د ډېرو کسانو د مړه کېدو راپور ورکړل شوى دى.
د هېواد د جنوب لوېدېځ ایالت په لرې پرته غرنۍ سیمه کې د راغلې زلزلې له امله په پراخه کچه وراني ویجاړي رامنځ ته شوې او د لارو تړل کېدو له کبله مرستندویه کار کوونکي له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
له دې مخکې د چین ملي تلویزیون ویلي و، زلزلې ګڼې ودانۍ نړولې او د ځمک ښوېدنې سبب شوې ده.
د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې د دغې ۶.۶ درجه زلزلې مرکز ۸۰ کیلومتره لرې لوېديځ لینکیونګ ښار ښودلی دی.
سرچینه وايي، چې زلزله د ځمکې په زړه کې ۱۲.۴ کیلومتره ژوره وه.
لومړی یې ویلي وو، چې ګني د دغې زلزلې قوت ۷.۰ و، خو بیا وروسته یې ۶.۹ وښود.
د چین خبري رشنۍ شینخوا ویلي، د سیمې اوسېدونکو له ۱۱۵ کیلومتره لرې په مرکز چینکدو کې زلزله احساس کړې ده.
چین کې د ښاري چارو وزارت تر اوسه دې زلزلې کې د ۲۰۳ کسانو وژل کېدل تایید کړي دي او ۱۱۵۰۰ کسان ټپیان دي.
د چین دولتي خبري اژانس ژنهوا په رپوټ کې ویل شوي، چې د نژدې ۱۰۰۰ کسه ټپیانو روغتیايي حالت ښه نه دی.

د چین لومړی وزیر لي کي چانګ خپله د مرستندویه فعالیتونو څارنه کوي. له خبریالانو سره د خبرو پر مهال نوموړي وویل:
" مرستندویه فعالیتونه زموږ لومړیتوب دی، د ژغورنې لپاره لومړي ۷۲ ساعتونه ډېر مهم دي او موږ یوه شېبه هم نه شو ضایع کولای."
په دغه سیمه کې وړاندې هم دا ډول زلزله شوې ده.
د ۲۰۰۸ په مې کې هم هلته د ریکټر په کچه ۸.۰ درجې زلزله شوې وه، چې نژدې ۹۰ زره کسان یې وژلي وو.
په دغه زلزله کې د سیچوان پنځه میلیون خلک بې کوره شول.



















