له ماشومتوبه تر ۷۰ کلنې واکمنۍ؛ د ملکې الېزابت دویم ژوند په تصویرونو کې

د عکس سرچینه، PA Media

ملکې الت خپل ژوند داسې تېر کړ، چې تر ډېره حده پرې تمرکز ورټول و. دلته د دې ملکې چې بریتانیا کې یې تر ټولو اوږد مهاله واکمني وکړه، د ژوند بېلا بېل وختونه د تصویر په ژبه بیانېږي.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، الېزابت الګزانډر میري ونډسر د ۱۹۲۶ کال اپریل پر ۲۱ مه د لندن برکلې سکوائر ته نژدې یوه کور کې وزېږېده. دا د پاچا جارج پنځم د زوی ډیوک اف یارک البرټ او هغه د مېرمن لیډي الیزابیت باوز- لیون لومړنی اولاد وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ماشومتوب کې یې هیچا فکر نه کاوه چې یوه ورځ به د بریتانیا ملکه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خو دې د ماشومتوب له وخته د مسوولیت احساس درلود.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الېزابت او خور یې مارګریټ روز چې ۱۹۳۰ کې وزېږېده، په کور کې لومړنۍ زدکړې وکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۱۹۳۶ کال کې ایډورډ اتم له واکه لاس پر سر شو او له هغه وروسته د الیزابیت پلار د جارج شپږم په نامه پاچا شو چې ورسره الیزابیت ولي عهده شوه.

د عکس سرچینه، Topical Press Agency / Getty Images

د عکس تشریح، د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال مالیزابیت او خور یې مارګریټ ونډسر ته ولېږدول شوې. په دې تصویر کې دواړه خویندې د بي بي سي ماشومانو خپرونه کې خلکو ته وینا کوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، شاهزادۍ الیزابیت د نړیوالې جګړې پر مهال د یوه پوځي ګاډي ټایر بدلوي، نامعلوم ځای ۱۹۴۰ کال.

د عکس سرچینه، Bert Hardy / Getty Images

د عکس تشریح، ۱۹۴۷ کې یې له لیرې خپلوان فيلیپ ماونټ بېټن سره واده وکړ او هغه ته د ډیوک اف اډنبرا لقب ورکړل شو.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د دوی زوی چارلس ۱۹۴۸ کال کې او لور یې این ۱۹۵۰ کې وزېږېده.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، الیزابیت ټول عمر له مور سره نژدې پاتې شوه، دې تصویر کې دواړه د یوه واده په مراسمو کې لیدل کېږي. ۱۹۵۱ کال

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ۱۹۵۲ کال الیزابیت د خپل ناروغ پلار پر ځای په بهرني سفر لاړه او څو ورځې وروسته پاچا په خوب کې مړ شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الیزابیت سملاسي هېواد ته ستنه شوه، هغه وخت یې عمر ۲۵ کاله و.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، له تاج پر سرولو مخکې له مور او انا سره د پلار په وروستیو مراسمو کې.

د عکس سرچینه، Universal History Archive

د عکس تشریح، د ۱۹۵۳ په جون کې د ملکې پر سر تاج کېښودل شو.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د تاج له پرسرولو وروسته ملکه او ډیوک اف اډنبرا د بکینګهم ماڼۍ په بالکون کې د خلکو پر وړاندې راڅرګند شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۱۹۵۷ کال کې ملکه د فرانسې سفر پر مهال د اوپرا سالون په زینو کې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ملکې د ۱۹۵۷ کال کرسمس په مناسبت لومړی ځل ټلویزیوني وینا وکړه.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د سلطنت په هکله د بریتانویانو فکر کې بدلون راغی او د وخت له تېرېدو سره د پاچاهي پر ځای د شاهي کورنۍ اصطلاحا مروجه شوه. ۱۹۵۸ کال کرالې نیو ټاون سسیکس کې د ښاغلي او مېرمن ایډي هیمنډ کور ته د ورتلو پر مهال د ګاونډیانو پام پر ملکې ورټول وو.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ملکې له دولتي کارونو سره سره له کورنۍ سره وخت تېراوه. دې تصویر کې له خپلې لور این سره لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Mirrorpix / Getty Images

د عکس تشریح، ۱۹۶۶ کال ملکه الیزابیت د انګلنډ لوبډلمشر بوبي مورې ته جولیټ رمټ جام ورکړ، انګلنډ د نړیوال جام پایلوبه کې لویدبځ جرمني ته د دوو مقابل کې په څلورو ګولونو ماتې ورکړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۱۹۶۶ کال اکتوبر ۲۹، ملکې هغه ویلش کلي ته سفر وکړ، چې د ځمکښوېدنې له کبله پکې د ۱۱۶ ماشومانو په ګډون ۱۴۴ کسان وژل شوي و.

د عکس سرچینه، Mirrorpix / Getty Images

د عکس تشریح، ۱۹۶۹ کال کې د ملکې د شخصي یوه کلن ژوند په هکله لومړی ځل یو مستند خپور شو.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ملکې خپل زوی ته رسماً د ویلز شهزاده شاهي اعزا وکړ. نوموړي ته دا ویاړ په نهه کلنۍ کې ورکړل شوی و، خو ملکې *ټینګار کاوه چې باید رسماً هغه وخت ورکړل شي، چط اهمت یې ورمعلوم شي.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د ملکې په ډېری تصویرونو کې د کارګي نسل سپي د هغې تر څنګ لیدل کېږي. د شاهي کورنۍ دغه پاللي سپي لومړی ځل جارج اتم ۱۹۳۳ کال کې راوړي وو.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ۱۹۷۷ کال کې د ملکې د واکمنۍ ۲۵ کلنۍ مراسمو کې نوموي له خلکو سره له نژدې ګوري.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ملکې په لسو اونیو کې ۳۶ سیمو ته سفر وکړ، چې ایون هم پکې شامل و. دې په ټوله نړۍ کې د مراسمو ګډون لپاره ۵۶ زره میله سفر وکړ.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ملکه او ډیوک کنکرډ الوتکې داسې حال کې لاس ښوراوه چې الوتکه شاهي بېړۍ ته نژدې تېره شوه. شاهي جوړه هغه مهال بارباډوس ته نژدې وه.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د شاهي نیوزیلنډ پولینشن مراسمو پرانیستې غونډې ته د ځايي ماوري ټولنې کسان د ملکې هرکلي په حال کې.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د ملکې او شهزاده فیلیپ خپلوان لوئیس ماونټ بېټن فرسټ ارل ماونټبېټن اف برما ائرلنډ کې یوه بمي چاودنه کې ووژل شو. دی د شاهي کورنۍ له نژدې کسانو یو بلل کېده. د نوموړي وروستي مراسم په ویسټ منسټر کې تر سره شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارلس ۱۹۸۱ کال کې له لیډي ډیانا سپنسر سره واده وکړ. د چارلس او ډیانا دوه زامن وشول چې ویلیم او هري نومېږي. خو بیا د دواړو تر منځ طلاق وشو. ډیانا ۱۹۹۷ کال کې پاریس کې د ګاډي ټکر یوه پېښه کې مړه شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملکې د ۱۹۹۲ کال د ځان لپاره د خواشینۍ کال وباله. دې کال کې د دې د دریو اولادونو ودونه ناکام ثابت شول او په وینډسر ماڼۍ کې اور ولګېد.

د عکس سرچینه، David Cooper/Alamy

د عکس تشریح، بسلې سیمه کې د پوځیانو یو مرکز لیدنې پر مهال ملکه د ټوپک ازماینې په حال کې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ۱۹۹۷ کال کې ملکه د ګلونو هغو ګیډیو ته ګوري چې خلکو لیډي ډیانا ته د درناوي وړاندې کولو په خاطر بکینګهم ماڼۍ سره ایښي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملکه الیزابیت او شهزادۍ مارګریټ د مور ملکې ۱۰۰ کلیزې مراسمو پر مهال ۲۰۰۰ کال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۲۰۰۲ کال کې د ملکې د خور شاه زادي مارګریټ له مړینې اووه اونۍ وروسته د هغې مور ملکه هم مړه شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۲۰۰۲ کال کې د ملکي واکمنۍ ۵۰ کلنۍ مراسمو کې خورا ډېرو خلکو ګډون کړی و. د مال لندن دې مراسمو ته نژدې یو میلیون کسان ورغلي وو.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ۲۰۰۵ کې د ملکې مشر زوی چارلس له کمیلا پارکر بولز سره واده وکړ.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ملکه الیزابیت د خپلې اتیامې کلیزې په مناسبت تر لاسه شوي مبارکۍ کارتونه ګوري.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د ژوند په وروستیو کلونو کې د ملکې لپاره د هغې د لمسي ویلیم واده له خوښیو د ډکو مراسمو له ډلې یو و. ۲۰۱۱ کال کې شاهزاده ویلیم له کیتهراین مډلټن سره واده وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، 2012 میں ڈائمنڈ جوبلی یعنی دورِ حکمرانی کے 60 سال مکمل ہونے پر انھوں نے برطانیہ میں لیسٹر کا دورہ کیا
د عکس تشریح، له هغه وروسته نوموړې د لندن اولمپیک لوبو پرانیسه وکړه، د جیمز بانډ فلمي لړۍ فلمي اتل ډینیل کریګ یې تر څنګ لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د ۲۰۱۶ کال جون کې د ملکې ۹۰ کلنۍ مراسم په دولتي کچه ولمانځل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملکه الیزابیت د ډیوک اف اډنبرا له متقاعد کېدو وروسته یوازې هم په ولسي غونډو کې ګډون کاوه.

د عکس سرچینه، Chris Allerton / SussexRoyal

د عکس تشریح، په دې تصویر کې ملکه د خپل لمسي له مېرمن، ماشوم ارچي او د ډچز اف سسیکس له مور ډوریا ریګلینډ سره یو ځای لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د ملکې مېړه شهازه فیلیپ د ۲۰۲۱ کال اپریل پر نهمه د ۹۹ کالو په عمر مړ شو. د ملکې دا تصویر د نوموړي وروستیو مراسمو پر مهال اخیستل شوی.

د عکس سرچینه، Duchess of Cambridge

د عکس تشریح، د ملکې وارثینو کې څلور اولادونه، اته لمسیان، لمسیانې، او ۱۱ کړوسیان شامل دي.

د تصویرونو ټول حقونه خوندي دي.