اوکرایین: روسیې د ماریوپول پولادو کارخونه باندې ستر برید پیل کړی
د عکس سرچینه، Reuters
اوکراییني چارواکي وايي روسي ځواکونو د ماریوپول ښار د پولادو کارخونې نیولو لپاره هر اړخیز برید پیل کړی دی.
دغه کارخونه ماریوپول کې د اوکراییني ځواکونو وروستی مورچل او تمځی دی.
د ازوف ډلکي مشر ویلي چې دې کارخونې کې کلابند اوکراییني ځواکونه له تېرې ورځې راهیسې "سخته خونړۍ جکړه" کوي.
رپوټونه وايي روسي ځواکونه له څو ورځو ارامتیا وروسته د دغو تاسیساتو اړوندو ځایو ته ورننوتي.
باور دا دی چې د ماشومانو په ګډون ۲۰۰ ملکي کسان لا هم دې کارخونه کې له جګړې پټ دي.
بي بي سي په ازوفسټال کارخونه د روسي ځواکونو برید په خپلواک ډول نشي تائیدولی.
د ازوف قوماندان ډېنیس پروکوپېنکو د ټېلېګرام یوه لنډ ویډیويي پیغام کې ویلي: "زه پر خپلو سرتېرو ویاړم چې د دښمن د فشار پر وړاندې مقاومت لپاره د زبر انسانانو په څېر هڅې کوي... وضعیت خورا ستونزمن دی."
له دې سره ولسمشر زېلینسکي یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غوښتي چې هلته د پاتې کسانو ژغورلو کې مرسته وکړي.
هغه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش سره تلیفوني خبرو کې ویلي: "موږ ته هر کس مهم دی. د هغوی ژغورلو کې درنه مرسته غواړو."
روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو او د نړیوالې سرې میاشتې ټولنې په همغږۍ د پولادو له دې کارخونې تر سلو ډېر ملکي کسان وایستل شول.
د اوکرایین ولسمشر د دغه کار مننه او پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې "له ازوف سټال د ټولو ټپیانو په اېستلو کې همکاري وکړي."
د روسیې د اوربند ژمنه
د عکس سرچینه، Reuters
په ورته وخت کې روسیه وايي د پولادو له دې کارخونې به د نورو ملکيانو وتلو لپاره سر له پنجشنبې اوربند وکړي.
د روسیې پوځي چارواکي ویلي له ازوفسټال د وتلو لار به د مې پر ۵مه، ۶مه او ۷مه نېټه د مسکو پر مهال د سهار له اتو د ماښام تر شپږو پرانیستې وي.
روسي ځواکونه به په دې موده کې جګړه نه کوي او تر یوه خوندي ځایه به شاه ته کېږي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته