تېره اونۍ په تصویرونو کې

د نړۍ په لر او بر کې تېره اونۍ د مهمو خبري پېښو تصویري ټولګه.

د عکس سرچینه، Alexey Furman / Getty Images

د عکس تشریح، د شوروي اتحاد وختونو یوه مجسمه چې د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې د روسیې او اوکرایین د دوستۍ سمبول بلل کېده، د ښاروالي ویټالي کلیچکو په امر ونړول شوه.

د عکس سرچینه، Michel Stoupak / Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۲ کال اپریل پر ۲۴ د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د ولسمشر ایمانویل مکرون پلویان په ټاکنو کې د هغه بریا لمانځي.

د عکس سرچینه، Ahmad Gharabli / AFP

د عکس تشریح، د اپریل پر ۲۳مه ارتوډوک عیسیویانو د بیت المقدس په سېپولچر کلیسا کې د سپیڅلي اور مراسمو کې له بلو شمعو سره ګډون وکړ.

د عکس سرچینه، Luisa Gonzalez / Reuters

د عکس تشریح، د اپریل پر ۲۷ مه د کولمبیا په موسکویرا ښار کې یوه ښځه له هغو ځګونو تښتي چې له خځلو یوه ډک ځايي سیند کې راپیدا شوي دي.

د عکس سرچینه، Mariana Suarez / AFP

د عکس تشریح، د اپریل پر ۲۶ مه د یوراګوای په مونتویدو کې د تندر پر مهال له تالندې سره د برېښنا څړیکه لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Maria Alejandra Cardona / Reuters

د عکس تشریح، د کالفورنیا په انډیو کې د هنرونو او موسیقۍ مېلې یو ګډونوال د تصویر اخیستو لپاره چمتووالی کوي.

د عکس سرچینه، Anushree Fadnavis / Reuters

د عکس تشریح، د اپریل پر ۲۷ مه د هند پلازمېنه ډیلي کې یوه نجلۍ چې د څښاک اوبه پلوري، د چترۍ سیوري ته ناسته ده.

د عکس سرچینه، Dan Peled / Getty Images

د عکس تشریح، د اسټرالیايي دفاعي ځواکونو یو غړی د اپریل پر ۲۵ مه د انزاک ورځې په مناسبت مراسمو پر مهال تیارسئ ولاړ دی.

د عکس سرچینه، Hannah McKay / PA Media

د عکس تشریح، د بریتانیا ولیعهد شهزاده چارلس او ډچس اف کارنیوال د اپریل پر ۲۸ مه د بي بي سي نړیوالو خپرونو څانګې ۹۰ مې کلیزې په مناسبت د بي بي سي مرکزي ودانۍ لیدو پر مهال د بي بي سي پښتو ټلویزیون له نطاقې ثنا ساپۍ سره لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Henry Nicholls / Reuters

د عکس تشریح، د لندن شېفرډ مارکیټ سیمه کې د اپریل پر ۲۳ مه د سنټ جارج ورځې په مناسبت د نڅا یوه ننداره.

د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.