طالبانو دوحه کې له چینایي او هندي چارواکو سره کتلي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر چارواکو د سه شنبې پر ورځ دوحه کې د چین او هند له سفیرانو سره کتلي دي.
د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د یاد دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي او ورسره پلاوي هلته د چین له سفیر زو جیان سره افغانستان کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
ښاغلي نعیم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "د چین هېواد سفیر وويل: دوی نوي تحول ته په مثبت نظر ګوري، د نوي حکومت جوړېدل د افعانانو خپلمنځي کار دی. چين له افعانستان سره خپلو ښو اړیکو او مرستو ته دوام ورکوي".
محمد نعیم زیاتوي چې چینایي سفیر له افغانستان سره د یو اندازه مرستو ژمنه هم وکړه.
په ورته مهال د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، قطر کې د دې هېواد سفیر دیپک مېټل د سې شنبې پر ورځ هلته د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره کتلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا لیدنه د طالبانو په غوښتنه شوې، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اعلامیه کې راغلي چې په دې کتنه کې افغانستان کې د ایسارو هندي وګړو امنیت او په خوندي توګه هند ته د دوی پر ستنېدو خبرې وشوې.
هندي سفیر دې کتنه کې اندېښنه شریکه کړې چې د افغانستان خاوره باید یو ځل بیا د ترهګرۍ او هند ضد فعالیتونو لپاره و نه کارول شي.
اعلامیه کې راغلي، طالبانو هندي لوري ته ډاډ ورکړ چې دې اندېښنو ته به مثبت ځواب وایي.
یاده دې وي چې پر افغان پلازمېنه کابل د طالبانو تر ولکې وروسته چین د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې لا یې هم کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی.
خو له هندي چارواکو سره د طالبانو لیدنې نادره خبره ده، او ظاهراً دا یوازې دویم ځل دی چې دواړه لوري دوحه کې مخامخ کتنه کوي.
طالب مشران ټینګار کوي چې دوی د امریکا او ګاونډیو په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي.















