د چین ولسمشر: زموږ پوځي او اقتصادي پیاوړتیا 'شاتګ نه لري'

د ویډیو تشریح، د چین کمونېسټ ګوند سلمه کلیزه.

د چین ولسمشر شي جینپینګ د واکمن کمونېست ګوند جوړېدو د ۱۰۰ کلنۍ په مراسمو کې وویل، د هېواد پوځي او اقتصادي پیاوړتیا کې یې د "شاتګ" امکان نشته.

د نوموړي دې څرګندونو ته تیاننمن ډګر کې ګڼ خلک ورټول شوي وو. هغه ټینګار وکړ چې "چین پر نورو هېوادونو فشار نه راولي".

د چین ولسمشر خبرداری ورکړ که څوک پر چین د فشار اچولو هڅه کوي نو، "دا کسان خپل سرونه د پولادو له دېوال سره وهل غواړي".

د پنجشنبې په ګهیځ د چین په ګڼو سیمو کې د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰ کلیزې په مناسبت غونډې جوړې شوې، جنګي الوتکو نندارې وړاندې کړې او ملي سندرې غږول کېدې.

د چین ولسمشر څه وویل؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ګوند سلمه کلیزه کې پوځي چورلکې ننداره وړاندې کوي.

شي جینپینګ په یو ساعته وینا کې یوځل بیا د چین په اوسمهالي یا معاصر تاریخ کې د خپل ګوند پر مثبت رول رڼا اچولو سره وویل، کمونیست ګوند د هېواد په وده کې مهم رول لوبولی او له ولس جلا کول به یې "ناکامي" وي.

هغه وویل: "کمونیزم په یوازې سر د چین د ژغورلو توان درلود او یوازې چینايي رنګه کمونېزم د چین د پرمختګ وړتیا لري".

نوموړي زیاته کړه:‌ "هېڅکله به پر چین د نورو د فشار اجازه ورنه کړو یا دا چې غواړي چین ځان ته تابع کړي".

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خلک له تیانمین ډګر د الوتکو ننداره کوي.

د کمونېست ګوند دغه واکمن مشر دا هم وویل "هرڅوک چې د قیام جرأت وکړي، نو په اصل کې خپل سر د پولادو له دېوال سره وهل غواړي چې دا دېوال د چین ۱٫۴ میلیارد وګړي دي".

چین پر امریکا څو ځلې تور پورې کړی چې د چټک اقتصاد مخنیوي هڅه یې کوي.

کمونېست ګوند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تیانمین ډکر کې د جولای پر اوله لوی مراسم.

د چین کمونېست ګوند چې په ۱۹۲۱ کال کې جوړ شوی، تر اوږدو کورنیو جګړو وروسته له ۷۲ کلونو راهیسې په واک کې دی.‌

له هغه راهیسې په چین کې لوی بدلونونه راغلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

ځینې کارپوهان وايي، چین د ګوند او دولت ترمنځ یووالی غواړي او ښکاري چې کمونېست ګوند په چین کې د چټکې اقتصادي ودې سرلاری ګڼي.

د ایکانومېسټ انټلجنس یونیټ ټام راورټي بي بي سي ته وویل: "ښکاره ده چې د سلیزې لمانځل د ګوند لپاره مهمه شېبه ده".

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تېرې دوشنبې مراسم کورونا ته د چین ماتې ورکول ښيي.

که څه هم د کمونېست ګوند د ۱۰۰ کلیزې د مراسمو پرمهال هېڅ کوم مهم اعلان ونه شو، خو ښايي اعلان یې د ګوند خپلمنځي کنفرانس ته ساتلی وي.

د ویډیو تشریح، د چین کمونیست ګوند ۱۰۰ کلیزه: دې ځای ته څنګه ورسېد؟