د دوبۍ پولیسو هغه ډله نیولې چې د هوټل برنډه کې یې لوڅ عکسونه اخیستي
د عکس سرچینه، Getty Images
په دوبۍ کې یوه ډله کسان په دې تور نیول شوي چې د یوې لوړې ودانۍ پر برنډې یې لوڅ عکسونه اخیستي. پر دوی په عام محضر کې د عیاشۍ تور لګېدلی دی.
په یوې ویډیو کې چې پر انټرنټ خپره شوې ښکاري چې اته بربنډې ښځې پر برنډې عکسونه اخلي.
دوبۍ کې د روسیې قونسلګري وايي په نیول شویو کې اته یې روسۍ دي او "جدي" تورونه پرې لګېدلي.
په دوبۍ کې په عام محضر کې د عیاشۍ سزا شپږ میاشتې بند او ۵۰۰۰ درهمه نقدي جریمه ده چې څه کم ۱۰۰۰ امریکايي ډالره کېږي.
د متحده عربي اماراتو ډېری قوانین شرعي دي او په تېر کې خلک د ځان لوڅولو او همجنسخوښۍ پورې تړلو اړیکو په تور نیول شوي.
د دوبۍ مرینا سیمه کې د کابو لسو ښځو عکسونه خپاره شوي. خو روسۍ رسنۍ وايي چې ۴۰ کسان په دې عکس اخیستلو کې ښکېل ول.
د روسیې قونسلګرۍ ویلي، تورن کسان د مرستې غوښتلو لپاره ورغلي وو، خو ډېره ګرانه ده چې قونسلګرۍ دې څه وکړای شي.
روسۍ نیا ناووستي رسنۍ وايي، د عکاسۍ پر تنظیموونکي ښايي یو نیم کال قید وخېږي.
د دوبۍ پولیسو خبرداری ورکړی چې هر هغه څوک چې پورن مواد او یا داسې څه خپاره کړي چې د عامه خلکو پر اخلاقو ناوړه اغېز وکړي بندي او جریمه کېږي.
د پولیسو په یوه بیان کې راغلی "دا ډول د نه منلو وړ چلن د امارتي ټولنې د ارزښتونو او اخلاقو ښکارندويي نه کوي."
هر هغه څوک چې په اماراتو کې ژوند او سیاحت کوي د دې قانون تابع دی، د سیلانیانو له پاره هېڅ استثنا نشته.
په ۲۰۱۷ کال کې یوه بریتانیوۍ ښځه یو کال بندۍ شوه ځکه له داسې چا سره يې په خپله خوښه سکس کړی و چې پرې واده نه وه.
خبره وروسته له هغه رسوا شوه چې ښځې چارواکو ته شکایت وکړ چې دا کس له ګواښونو ډک پیغامونه وراستوي.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته