بلوچستان کې پر پاکستاني پوځي ملیشو برید؛ ۷ سرتېري وژل شوي
د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د بلوچستان ایالت په هرنایي ضلعې کې د وسلوالو په یوه برید کې د (فرنټیر کور) ملیشې لږ تر لږه ۷ سرتېري وژل شوي دي. دغه برید تېره شپه د یادې ضلعې شاهرګ سیمه کې د فرنټیر کور پر یوې امنیتي پوستې شوی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ځانګه (ای اېس پي ار) وایي، دغه ۷ امنیتي کسان د بریدګرو په شا تمبولو پر وخت وژل شوي دي.
پاکستانی پوځ وایي، د بریدګرو د نیولو لپاره په سیمه کې تلاشۍ پیل شوې دي او بندیزونه لګېدلي.
د ځینو نورو رپوټونو له مخې په برید کې د وژل شویو امنیتي کسانو شمېر ۱۱ دی.
د بلوڅ بیلتونپالو خوځښت (بلوچ لېبرېش ارمي) د دې برید مسئولیت منلی دی.
د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال خان دا برید غندلی او وایي، ترهګر د امنیتي ځواکونو حوصله نشي ځپلی.
دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بلوچستان کې دویم برید دی. د شنبې پر ورځ هم د ایران پولې سره پرتې پنجګور ضلعې کې یوه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي وو.
هرنایي سیمه چېرې ده؟
د عکس سرچینه، Getty Images
د هرنایي سیمه د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ښار ختیځ ته یوه لېرې پرته ده غرنۍ سیمه ده. په دې سیمه کې د سکرو پراخې زېرمې شته دي او هلته د سکرو ګڼ کانونه هم فعالیت کوي.
هرنایي د بلوچستان په هغو نا امنو سیمو کې شمېرل کېږي چې وسلوال پکې فعالیت کوي.
له ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسې په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو سره په دې سیمه کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه او د تاوتریخوالي ګڼې نورې پېښې هم شوې دي.
دا په روان کال کې په هرنایي او ورسره څنګلورې د کچهي په بولان سیمه کې پر امنیتي ځواکونو دویم لوی برید دی.
په تېره می میاشت کې هم د بولان په پیر غیب سیمه کې د وسلوالو برید کې ۶ امنیتي کسان وژل شوي وو.
سږ کال دې ته ورته د بلوچستان په ګڼو نورو سیمو کې هم پر امنیتيکسانو د بریدونو لړۍ روانه ده.
تر ټولو ډېر بریدونه په مکران او ورسره نږدې پرتو سیمو کې شوي او ګڼ امنیتي کسان پکې وژل شوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته