ټرمپ: که بایډن رسماً بریالی اعلان شو سپینه ماڼۍ پرېږدم
د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که ټاکنیز کالج د جو بایډن بریا اعلان کړي، نو دی چمتو دی چې له سپینې ماڼۍ ووځي.
د نوموړي دا څرګندونې د نومبر پر درېیمه د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ماتې لومړنی اعتراف ګڼل کېږي.
خو د ټرمپ یوځل بیا د رایو اچولو پرمهال د "درغلیو" په اړه خپلې ادعاوې تکرار کړې دي، چې هېڅ اساس نه لري.
په پام کې ده چې ټاکنیز کالج به د ډیسمبر پر څوارلسمه په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګټونکی اعلان کړي.
ټرمپ د شکرانې ادا کولو جوړو شویو مراسمو کې خبریالانو ته وویل، که ټاکنیز کالج د جو بایډن بریا کره کړي، نو دی به له سپینې ماڼۍ ووځي.
خو ټرمپ دا هم ویلي چې ګرانه ده په اوسني وضعیت کې د بایډن لپاره دی خپله ماتې ومني.
نوموړي دا نه دي ویلي چې ایا د بایډن د لوړې مراسمو ته به ورشي او که نه.
ټرمپ ټینګار کړی چې "دغه ټاکنې د درغلیو شاهدې وې"، خو ددې ادعا د ثبوت لپاره یې هېڅ کوم څرګند دلیل لا نه دی وړاندې کړی.
په پام کې ده چې د امریکا منتخب ولسمشر به د راتلونکې جنورۍ پر ۲۰مه لوړه وکړي.
د عکس سرچینه، Getty Images
څو ورځې وړاندې، ټرمپ د واک د رسمي لېږدېدو هوکړه وکړه.
په داسې حال کې چې امریکا د ژمي پر سختیو سربېره د کورونا وبا له ډېرېدونکې څپې سره مخامخېدونکې ده، منتخب ولسمشر جو بایډن په دې هېواد کې د "تیاره موسم ختمولو" غوښتنه کړې ده.
ښاغلي بایډن د شکرانې ادا کولو مناسبت خپله وینا کې ویلي، امریکا له وېروس سره په جګړه کې ده، نه له یو او بل سر په جنګ کې.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته