کورونا وېروس: ډنمارک مینانو ته پولې پرانیځي او د نورې نړۍ حال
د عکس سرچینه، Reuters
په نړۍ کې د کوویډ- ۱۹ ناروغانو شمېر پنځه میلیونه او پنځه لکه کسانو ته رسېدلی او نژدې درې لکه ۴۶ زره کسان د همدې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
بل لور د روغتیا نړیوال سازمان د خوندیتوب اندېښنو له کبله د کورونا احتمالي درملو هایډروکسي کلوروکوین ازموینه ځنډولې.
په برتانیا کې د کوویډ - ۱۹ له کبله د ۱۳۴ نورو کسانو له مړه کېدو وروسته په دغه هېواد کې د دغې ناروغۍ له کبله د ټولټال مړو کسانو شمېر ۳۷۹۴۸ تنو ته رسېدلی دی.
د امریکا نیویارک ګورنر یا والي په داسې حال کې د ټالۍ کړنګولو سره د نیویارک ونډو بازار پرانیست چې کاروباریانو ماسکونه پر مخونو پورې تړلي وو.
د عکس سرچینه، Reuters
جرمني بیا نورو اروپايي هېوادونو ته د سفر په هکله خپور شوی خبرداری د جون میاشتې له ۱۵ وروسته بېرته اخلي.
د فرانسې یوې خیریه ټولنې یو ویډیويي کلیپ خپور کړی، چې پکې مدیترانې سمندر کې ربړین دستکش یا لاسماغو ګان ښکاري. د دغې ادارې موسس دا د 'چاپېریال ککړتیا یو نوی ډول ' بللی.
په اسپانیا کې د دچهارشنبې له ورځې وروسته د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو لپاره د ویر رسمي ۱۰ ورځني مراسم لمانځل کېږي. په اسپانیا کې د دغې ناروغۍ له کبله د ۲۷۱۱۷ کسانو مړینه تایید شوې ده.
د روسیې ولسمشر پوتین وايي، هېواد به یې په دویمه نړیواله جګړه کې د بریا ۷۵ کلیزې لمانځلو لپاره پوځي رسم ګذشت تر سره کړي. د کورونا وېروس مخنیوي قرنطین له کبله دغه مراسم چې معمولاً د مې پر نهمه تر سره کېږي، ځنډول شوي وو.
د پاکستان په لاهور ښار کې د ځوانو ډاکټرانو ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه ښار په عامه روغتون یا جنرل هسپتال کې د هغو ډاکترانو شمېر ۷۰ کسانو ته رسېدلی چې پر کوویډ - ۱۹ اخته شوي دي.
د عکس سرچینه، IGMG Wetzlar FATİH CAMİİ
په اعلامیه کې پر ایالتي حکومت سختې نیوکې شوې او په خبره یې د ډاکترانو لپاره د قرنطین یا درملنې هیڅ اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
بل لور ته د پاکستان په پنجاب ایالت کې چارواکو د واده له مراسیمو ۱۲ کسان نیولي او قرنطین مرکز ته یې استولي دي.
ویل کېږي د فیصل سیمې دغه واده ته تر پنځه سوه پورې کسانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه. یو ځايي چارواکی عمر مقبول وايي، د نیول شویو کسانو د وینې معاینات لابراتوار ته استول شوي دي.
د یادونې ده، چې پاکستان حکومت د کورونا مخنیوي په پار د واده پر مراسیمو بندیز لګولی دی.
ډنمارک هغو جوړو ته خپلې پولې پرانیستې چې د قرنطین له کبله له یوه بله جلا شوي وو. د نوي امر له مخې هغه جوړې چې له قرنطین مخکې په دغه هېواد یا جرمني کې اوسېدل اوس کولای شي په ډنمارک کې یو ځای شي.
د عکس سرچینه، Assistant Commissioner Faisalabad
د ثبوت په توګه له دې خلکو لیکلي پیغامونه، برېښنالیکونه او یا تصویرونه غوښتل کېږي. خو د عدلیې وزارت بیا وايي، راتلونکو ورځو کې به دغه شرطونه هم نرم شي او یوازې یوه لیک ته به اړتیا وي، چې دواړو لوریو لاسلیک کړی وي.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته