کورونا وېروس د نړۍ سړکونه څنګه تش کړل؟

د کورونا وېروس چې نړۍ کې په وبا بدل شوی، عمومي ځایونه یې له خلکو تش کړي دي، ښايي د حکومت په غوښتنه یا د خلکو په خوښه دا کار شوی وي.

د عکس سرچینه، HANNAH MCKAY / Reuters

د عکس تشریح، د لندن ملینیم پل له خلکو تش دی. د برتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن له خلکو غوښتي چې له بې ضرورته سفر او تګ ډډه وکړي.

د عکس سرچینه، VALERY HACHE / Getty

د عکس تشریح، د فرانسې سوېلي ښار نیس سمندرغاړه هم له سیلانیانو تشه ده. د فرانسې حکومت په کور د خلکو پاتېدل ډېر سخت څاري.

د عکس سرچینه، MAHMOUD KHALED / EPA

د عکس تشریح، دوبۍ کې تر ۳۰ مارچ پورې سیلاني سیمې د خلکو په مخ تړلې دي. متحده عربي امارات تر لنډ وخت پورې بهرنیو سیلانیانو ته وېزې بندې کړې دي.

د عکس سرچینه، DANIEL DAL ZENNARO / EPA

د عکس تشریح، د ایټالیا میلان ښار کې پیاتزا دومو شړ یا تش دی. حکومت د خوړو او درملو له هټیو پرته ټول دوکانونه بند کړي دي.

د عکس سرچینه، ADNAN ABIDI / Reuters

د عکس تشریح، هند کې حکومت هر ډول غونډې بندې کړې دي.

د عکس سرچینه، Miguel Gutierrez / EPA

د عکس تشریح، له کورونا وېروس د سوېلي امریکا هېوادونه هم بچ نه شول. وینزوېلا کې پوځ د کراکاس ښار پر لویو لارو ګرځي او خلک هڅوي چې کورونو کې پاتې شي.

د عکس سرچینه، JEENAH MOON / REUTERS

د عکس تشریح، نیویارک کې هوټلونه، ښوونځي، بازار او نور عمومي ځایونه بند کړل شوي دي.

د عکس سرچینه، FERNANDO VILLAR / EPA

د عکس تشریح، د اسپانیا په ماډریډ ښار کې هم پوځ د تشو سړکونو څارلو ته ګومارل شوي دي.

د عکس سرچینه، HELMUT FOHRINGER / AFP

د عکس تشریح، اتریش کې حکومت له پنځو د ډېرو کسانو پر غونډېدو بندیز لګولی دی.

د عکس سرچینه، ALI HASHISHO / REUTERS

د عکس تشریح، لبنان کې بېړنی روغتیايي حالت اعلان شوی، خو ځینې خلک لا هم د چکر لپاره له کورونو وځي.

د عکس سرچینه، LILLIAN SUWANRUMPHA / AFP

د عکس تشریح، تایلنډ کې د سیلانیانو شمېر بېخي کم شوی دی.

۔