لبنان کې مظاهرې؛ د پولیسو ډزو کې لسګونه کسان ټپي شوي

Protesters stand near burning tents during anti government protests in Beirut

د عکس سرچینه، Reuters

د لبنان پلازمنېه بېروت کې دویمه ورځ هم د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ تاوتریخوالی شوی چې له امله یې لسګونه کسان ټپي دي.

لاریونوال پر پولیسو د بوتلونو او پټاکیو ګوزارونو کوي او ځواب کې پولیس اوښلن ګاز او اوبه شندي.

په دا مهال د کورنیو چارو وزیر رایا الحسن د شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو د سختې ځپنې د پلټنې حکم کړی چې لسګونه کسان پکې ټپي شوي دي.

لبنان

د عکس سرچینه، EPA

د بد اقتصادي وضعیت له امله اکتوبر کې دا مظاهرې پیل شوې دي.

تر ډېره امن مظاهرې وې، خو تېرو ورځو کې پکې تاوتریخوالی شوی دی.

دا ټکر د لومړي وزیر د استعفا سبب شو، خو د نوي حکومت جوړول هم له ځنډ سره مخ دي.

لبنان

د عکس سرچینه، EPA

د دوشنبې په ورځ د لبنان پارلمان دا مالوموي چې لومړی وزیر به څوک وي او امکان شته چې سعد حریري بیا را شي.

د یکشنبې په ورځ لاریونوال بیا سړکونو ته ووتل، چې له امله یې ډېر پولیس او امنیتي ځواکونه هم سړکونو ته ور شېوه شول.

د لبنان امنیتي ځواکونه وايي، لاریونوالو پټاکۍ والوځولې او کاڼي یې ګوزار کړل، غبرګون کې دوی هم اوښلن ګاز ته لاس کړ.

Demonstrators use their phone lights during an anti-government protest in Beirut

د عکس سرچینه، AFP

رویټرز خبري اژانس د لبنان ولسي دفاع له خولې وايي، د ۴۶ ټپیانو درملنه یې کړې او ۱۴ نور ټپیان هم ور وړل شوي دي.

۲۵ کلن لاریونوال عمر ابیاد په مسلک روغتیاپال یا نرس دی، خو له فارغېدو دوه کاله وروسته هم وزګار(بې کاره) دی.

هغه رویټرز ته ویلي، سرتېرو وحشي برید را باندې وکړ. لکه موږ د دوی او د دوی د بچیانو لپاره هم مظاهره نه وي کړې.

Lebanese security forces remove protesters during an anti-government demonstration

د عکس سرچینه، AFP

Demonstrators move metal barriers while engulfed in tear gas during clashes with security forces in Beirut

د عکس سرچینه، AFP

د کورنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو په تړاو د دې تورونو د سملاسي او رڼې پلټنې غوښتنه کړې، خو ور سره یې تاوجنو لاریونوالو ته هم خبرداری ور کړی دی.

مګر د بښنې نړیوالې ادارې کارمنه دیالا حیدر وايي، امنیتي ځواکونو د ډېرو امن لاریونوالو د تیت پرکولو لپاره هم خورا سخت ځواک کارولی دی.

د هغې په خبره، دا روښان پیغام دی، چې امنیتي ځواکونه له قانون لوړ دي او د مظاهرو د ختمولو لپاره له یوې وسیلې هم لاس نه اخلي.

لبنان

د عکس سرچینه، Reuters

لبنان

د عکس سرچینه، Reuters

لبنان

د عکس سرچینه، Reuters

دا مظاهرې لبنان کې د یوې لسیزې تر ټولو لویې او له مذهبي ډلې پورته دي، چې د هر اړخ خلک پکې شامل دي.

له ۱۹۷۵ تر ۱۹۹۰ پورې کورنۍ جګړې وروسته داسې لږ پېښ شوي دي.

لاریونوال ولاړ اقتصادي حالت، زیاتېدونکې بیې، بې کاري، بې معیاره اسانتیاوې او فساد هغه څه بولي چې دوی یې پر ضد مظاهرې کوي.