تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بورکینافاسو کې پر کاناډايي کمپنۍ برید کې ۳۷ کسان ووژل شول
بورکینافاسو کې چارواکي وايي، د کانونو کمپنۍ پر کاروان برید شوی چې له امله یې ۳۷ کسان وژل شوي او ۶۰ ټپیان دي.
د کاناډایۍ کمپنۍ سیمفو د کارمنانونو لېږدونکو پنځو بسونو باندې د چارشنبې په ورځ له بونګو ۴۰ کیلومتره لرې برید شوی دی.
ویل کېږي تر وسلوال برید مخکې د پوځي بدرګې ګاډی باندې د ښخ شوي ماین چاودنه شوې ده.
دا تېرو ۱۵ میاشتو کې پر سمفو دریم مرګونی برید دی.
د لوېدیخې افریقا دغه هېواد د اسلامي توندلارو له تاوتریخوالی سره مخ دی چې وروستیو کلونو کې یې په سلګونو کسان وژلي دي.
کمپنۍ وايي دا برید د فیدا او د کان د سیمې بونګو ترمنځ شوی دی.
دا کمپنۍ یوه بیان کې وايي، د دې برید له امله یې کار نه دی اغېزمن شوی او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښيي، خو د قربانیانو نومونه یې نه دي ډاګیز کړي:
موږ د هر پوړ چارواکو سره کار کوو چې د خپلو کارمنانو، قراردادیانو او لوجسټیک کسانو خوندیتوب او امنیت ډاډمن کړي،
دا تاوتریخوالی د ګاونډۍ مالي له سرحدي سیمو ور خپور شو چې پکې پر ۲۰۱۲ کال فرانسوي ځواکونو دوی د هېواد له شمال واېستله.
بورکینافاسو کې څه پېښېږي
له ۲۰۱۵ کال راهیسې بورکینا فاسو کې د جهادیانو بریدونه ډېرېږي.
دا تاوتریخوالی د ګاونډۍ مالي له سرحدي سیمو ور خپور شو چې وسله والو اسلامي ډلو پر ۲۰۲۱۲ د دغه هېواد پر شمال ولکه وکړه او وروسته فرانسوي ځواکونو په شا وتمبول.
د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وایي، تېرو دریو میاشتو کې بورکینافاسو کې تر پنځو لکو کسانو خپل کورونه پرېښودلي دي.
تېره میاشت هم شمال کې د سروزرو کان کې د برید له امله ۲۰ کسان ووژل شول.
دې پېښه پسې څو ورځې وروسته زرګونو کسانو پلازمېنه اوګدایوګو کې د تاوتریخوالي او سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د شتون غندلو لپاره مظاهره وکړه.