مېلمه پالو نجونو ته خبرداری: د الوتنې پر وخت ټېک ټاک مه کاروئ
د عکس سرچینه، SM VIRAL POST
د پاکستان نړیوال هوایي شرکت پي آی اې خپلو دوو میلمه پالو نجونو ته پر خواله رسنیو د ټېک ټاک ویډیوګانو د شریکولو له امله خبرداری ورکړی دی.
په دغو ویډیوګانو کې د پي آی اې میلمه پالې ډیالوګ او سندرو سره خپلې ویډیوګانې جوړوي. په یوه ویډیوه کې میلمه پالې په هوايي ډګر کې دي او په بلې کې د الوتنې په حال کې الوتکه کې دي.
د پي آی اې ویاند مشهود تاجور ویلي دغو دوو میلمه پالو ته خبرداری ورکړل شوی ځکه چې په کاري وخت کې یې ویډیوګانې د کار په جامو کې جوړې کړې دي.
د پي آی اې یوه لوړ پوړي چارواکي چې د خپل نوم له ښودولو یې ډډه کړې ویلي چې دغه دوو میلمه پالو تازه له پي آی اې سره دنده پيل کړې او تر دې وړاندې د هغوی پرضد هېڅ شکایت نشته، که نه نو د خبرداري پرځای به له دندو ګوښه کړای شوې وای.
په ورته وخت کې د پي آی آې یوه بل مامور ویلي ''د ټیک ټاک په وسیله جوړې شوې ویډیوګانې زړه پورې او خندونکې دي خو له بده مرغه پي آی اې داسې شرکت نه دی چې د ټوکو ټکالو دغسې ویډیوګانو ته په کې زغم وي، که همدا په امارت یا لفتهانزا هوايي شرکتونو کې وای هېڅ خبره نه وه. ''
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته