د شپږو ورځو ماشوم د ښځې په سفري بکس کې وموندل شو
د عکس سرچینه، EPA
یوه امریکايۍ په فېليپين کې وروسته له هغه په انسان تښتونه تورنه شوه چې ظاهراً يې له هېواد بهر د یو د قاچاقولو هڅه کوله..
درې څلوېښت کلنه جنیفر ټالبټ د چارشنبې په ورځ د مانیلا په نینوی اقینو نړیوال هوايي ډګر کې ونیول شوه.
د رپوټونو له مخې یو شپږ ورځنی ماشوم یې هغه مهال په بکس کې وموندل شو چې امریکا ته د تلو لپاره الوتکې ته ختله.
چارواکي وايي، مېرمن ټالبټ د کډوالۍ چارواکو ته د دې ماشوم په هکله څه نه دي ویلي.
د فلیپین د پلټنو ملي اداره وايي، مېرمن ټالبټ اراده درلوده چې ماشوم پټ بهر ته یې یوسي.
چارواکي وايي د ماشوم مور او پلار د ماشوم خوندیتوب قانون له مخې تورن شوي دي.
دا ماشوم اوس د ټولنیزو خدمتونو ادارې سره ساتل کېږي.
د عکس سرچینه، PHOTO COURTESY OF BUREAU OF IMMIGRATION
چارواکي وايي، مېرمن ټالبټ چې د اوهایو اوسېدونکې ده د ماشوم لېږدولو سند یې نه درلود.
کله چې د پنجشنبې په ورځ محکمې د مېرمن ټالبټ په هکله حکم وړاندې کاوه، هغه هم خبري غونډه کې وه، خو څه یې ونه ویل.
د هوايي ډګر چارواکي وایي، که نوموړې مقصره وبلله شي، نو عمري بند سره مخ کېدلی شي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، فلیپین کې د امریکا سفارت له پېښې خبر شوی دی.
نیول کېدو پسې مېرمن ټالبټ هغه سند وښوده او ویې ویل د دې له مخې نوموړې د ماشوم امریکا ته وړلی شي.
خو چارواکي وايي، د ماشوم مور دغه سند نه دی لاسلیک کړی.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته