هند ټاکنې: لومړیو پایلو کې بي جي پي مخکې دی

په هند کې د ولسي جرګې ۵۴۲ څوکیو لپاره د میلیونونو رایه اچوونکو رای شمېرنه پیل شوه. دغو څوکیو ته له شاوخوا ۶۷۰ سیاسي ډلو څخه تر ۸۰۰۰ ډېر کسان نوماند شوي دي.

لومړنۍ پایلې پر بهارتیه جنتا ګوند د لومړي وزیر نرېندرا مودي ګوند مخکې بلل شوی.

خو د نوموړي پر وړاندې د اپوزېسیون کانګرس ګوند هم په کور د ننه قوي مبارزه کوله.‌

دا رای اچونه په تېره اپرېل میاشت کې پیل شو وه چې بالاخره د تېرې یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده او رای شمېره نن (پنجشنبه) پیل شوه.

په دې ټاکنو کې د بریا لپاره هر ګوند یا ټلواله د پارلمان ولسي جرګې 'لاک سبها' له ټول ټال ۵۴۳ څوکیو څخه لږترلږه ۲۷۲ څوکیو ګټلو ته اړتیا لري.

په ۲۰۱۴ کال بي جې پي ګوند ۲۸۲ څوکۍ وګټلې - چې دا په تېرو ۳۰ کلونو کې د دغه ګوند تر ټولو لویه بریا وه.‌

کانګرس چې یوازې ۴۴ څوکۍ ګټلې وې، تر ټولو بدې ماتې سره مخامخ و.

سږ کال په دې ټاکنو کې د رایو وړ شاوخوا ۹۰۰ میلیون کسان و، چې دا په نړۍ کې تر ټولو لویې ټاکنې ګڼل شوې دي.

دغو څوکیو ته له شاوخوا ۶۷۰ سیاسي ډلو څخه تر ۸۰۰۰ ډېر کسان نوماند شوي دي.

د رایو پایله به وار په وار د ټاکنو کمېسیون له خوا اعلانېږي. خو وروستۍ پایلې به د پنجشنبې ورځې وروستیو کې په ځايي وخت اعلان شي چې ان د جمعې ورځۍ لومړیو ته هم غځېدی شي.

په هندوستان کې د رایې اچوونکو شمېر په اروپا او استرالیا کې د ټولو اوسیدونکو وګړو پرتله ډېر دی.

په ۲۰۱۴ کال کې په هندوستان کې عمومي ټاکنو ته د ۴۶۴ سیاسي ګوندونو نه او په خپلواکه توګه ۸۲۵۰ تنه کاندیدان ولاړ وو

تېرو ټاکنو کې ۶۶ سلنه خلکو رایه ور کړې وه.

د هند لومړنۍ تاریخي ټاکنې په ۱۹۵۱-۵۲ کې وې چې درې میاشتو کې بشپړې شوې.

په ۱۹۶۲ او ۱۹۸۹ کلونو کې هم ټاکنې له څلورو تر لسو ورځو بشپړې شوې.

د ۱۹۸۰ کال د څلورو ورځو ټاکنې د دغه هېواد تاریخ کې خورا لنډې ټاکنې بلل کېږي.