د متحده عربي اماراتو 'زرین کارت'؛ زرګونو پانګوالو ته دایمي اقامه

د عکس سرچینه، Reuters
د عربي متحدو اماراتو د دبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم ویلي، د دایمي اقامې د 'زرین کارت' له سیستم نه په ګټې اخیستو به په دې هېواد کې پانګوال، د طب، انجنیرۍ، علومو او ټولو هنرونو په برخه کې استثنايي وړتیا لرونکي کسان ګټه واخیستی شي.
شیخ محمد بن راشد آل مکتوم وايي، کابو ۷ زره بهرنیو بهرنیو پانګوالو ته یې د دایمي وېزو سیستم چمتو کړی دی.
مخکې تر ډېره اماراتو کې بهرنیو وګړو ته د استوګنې لنډمهالې اقامې ورکول کېدې، چې په دوراني توګه به نوې کېدې.
خو د اماراتو حکومت تېر کال اعلان وکړ د اقامو موده به اوږده کړي چې بهرني سوداګر او پوهان ګټه ترې واخیستی شي.
د دبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، چې لومړی وزیر هم دی، پر خپل ټویټر لیکلي: "نن مو د "زرین کارت" د دایمې اقامې سیستم پیل کړ... دا سیستم په طب، د انجنیرۍ، علومو او ټولو هنرونو په برخه کې پانګوالو او استثنايي وړتیا لرونکو کسانو ته دی".
نوموړی وايي: "په لومړۍ جوپه کې به د دایمې اقامې ۶۸۰۰ هغو مستحقو کسانو ته دایمي اقامې ورکړل شي چې پانګونه یې تر ۱۰۰ میلیارد درهمو اوړي".
له دې ګام نه هدف د خلیجي هېوادونو د اقتصاد ملاتړ ښودل شوی، چې د تېلو د بیو له لوېدو سره اغېزمن شوی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د اماراتو په اقتصاد کې بهرنیو پانګوالو شاوخوا ۲۷ میلیارد ډالره پانګونه کړې ده.
شیخ محمد وايي دایمي اقامه به ځانګړو کسانو او استثنايي استعداد لرونکو کسانو ته ورکول کېږي.
د اماراتو د وزیرانو شورا تېر کال هغو بهرنیانو ته د ۱۰ کلونو لپاره وېزې ورکړې، چې په اماراتو کې یې د ۱۰ میلیون اماراتي درهمو په اندازه پانګونه کړې ده، خو شرط دا و چې د پانګونې لږترلږه ۶۰ سلنه به یې قراردادي برخه نه جوړوي.
چارواکو هغو کسانو ته هم د پنځو کلونو لپاره اقامې ورکړې چې لږترلږه د قراردادونو ارزښت یې ۵ میلیارد اماراتي درهمو ته رسېږي.
د سعودي 'ګرین کارډ' ته ورته ځانګړې اقامه
په روانه میاشت کې سعودي عربستان کې شورا د بهرنیو پانګوالو جذبولو لپاره 'ګرین کارډ' ته ورته جواز ورکول تایید کړي دي.
د شورا ۷۶ غړو دا وروستیو کې د اوسېدو جواز یا اقامې ورکولو دغه ډول تایید کړی دی او ۵۵ غړو یې ورسره مخالفت کړی.

د عکس سرچینه، FAYEZ NURELDINE
د دغه جواز له لارې سعودي چارواکي غواړي، پانګه وال په دغه هېواد کې کاروبار ته وهڅوي. د اقامې دغه نوي ډول ته په ځايي رسنیو کې د 'پرېویلجډ ' یا ممتاز اصطلاح کارول کېږي.
د دغې اقامې لرونکي به نه یوازې د خپل کاروبار لپاره مزدوران او مسلکي کارګر ګومارلی شي، بلکې سعودي عربستان کې به د جایداد او ګاډي پېر او پلور اجازه هم ولري.
دې سره به د اقامې لرونکي هر وخت کولای شي له هېواده بهر لاړ شي او د دې لپاره به دوی د کفیل یا سپانسر درلودلو اړتیا نه لري.



















