د ایران او امریکا پر خبرو د شک ورېځې، خو اسلام اباد کې تیارۍ بشپړې شوې

د پنجاب ایالت نه شاوخوا ۶۰۰۰ پولیس اسلام اباد ته راغوښتل شوي دي
د عکس تشریح، د پنجاب ایالت نه شاوخوا ۶۰۰۰ پولیس اسلام اباد ته راغوښتل شوي دي
    • Author, شهزارد ملک
    • دنده, بي بي سي
    • رپوټ له:, اسلام اباد
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو دویم پړاو په اړه د ایراني چارواکو تازه څرګندونو له امله د شک وریځې خورې دي، خو د دې خبرو تجویز شوي ځای د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې په چمتووالي کې کمی نه لیدل کېږي.

یو خوا د امریکايی پلاوي له رسېدو وړاندې نورخان هوايی ډګر ته د امریکايی الوتکو د ورتګ لړۍ روانه ده، بلخوا د اسلام اباد په "رېډ زون" کې امنیتي چارې سختې کړی شوې دي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنې په ورځ اعلان کړی و چې د دوشنبې په ورځ به د هغه استازي اسلام اباد ته رسېږي. خو اوس ایران ویلي دي، تر اوسه یې له امریکا سره خبرو لپاره د پلاوي د استولو په تړاو پرېکړه نه ده کړې.

"رېډ زون" کې سخت امنیتي ګامونه

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې د اسلام اباد په کوم ځای به خبرې کېږي، خو لومړني پړاو ته په کتو د دې ډېر امکان دی چې دا ځل هم خبرې په سرېنا هوټل کې وي. هغه مهال ایرانی پلاوی په مېرټ هوټل کې دېره و. دا ځل هم حکومت په بشپړه توګه دا هوټلونه ترلاسه کړې او نور مېلمانه له یکشنبې له یادو هوټلونو رخصت شوي دي.

د"رېډ زون" سیمې د یوې پوځي چاوڼۍ بڼه غوره کړې او هلته د عادي خلکو پر تګ راتګ بندېز لګول شوی دی.

د نور خان هوايی ډګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نور خان هوايی ډګر د بهرنېو مېلمنو راتګ لپاره کارو ل کېږي

د پنجاب له نورو سیمو شاوخوا ۶۰۰۰ پولیس اسلام اباد او پېنډۍ ته راغوښتل شوې دي. دې کې د ځانګړی ځواک ۲۰۰ سنایپر یا نښه وېشتونکي هم شامل دي.

د رېډ زون سیمه کې ټول غېر دولتي دفترونه او ښوونځي تړل شوي او چارې ان بڼې ته اړول شوې دي.

له یکشنبې اسلام اباد او پېنډۍ کې عامه ترانسپورټ بند دی.

سختو امنیتي ګامونو د خلکو په ورځني ژوند هم ډېر اغېز کړی دی. د دې یو علت د ځايي چارواکو لخوا د خپلو راتلونکو ګامونو په اړه خلکو ته پر وخت خبر نه ورکول دي.

د خبرو لومړنی پړاو کې هم د امریکا ولسمشر اسلام اباد ته ورغلی و، خو دا ځل له هغې هم امنیتي ګامونه سخت دي.

د نور خان هوايي اډې سره نږدې اوسېدونکي وايي" وړاندې یې داسې سخت امنیتي تدابیر نه دي لیدلي".

ایران امریکا خبرې

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د یکشنبې له ورځې اسلام اباد او راولپېنډۍ کې عام ټرانسپورټ باندې بندېز لګول شوی دی.

څوک، څوک پاکستان ته راځي؟

امریکا د دویم پړاو خبرو لپاره خپله ډله اعلان کړې ده. دې کې مرستیال ولسمشر جی ډي وانس، د ولسمشر ځانګړی استازي سټیف وېټکاف او د ډونلډ ټرمپ زوم جراډ کوشنر شامل دي.

همدوی د خبرو لومړني پړاو کې اسلام اباد ته ورغلي وو.

ایران تر اوسه د دویم پړاو خبرو په اړه مثبت ځواب نه دی ورکړی. کله چې یې د ګډون اعلان وکړ، بیا به یې د استازو نومونه مخې ته راشي

په لومړني پړاو کې د ایران د پارلمان مشر محمد باق قالیباف اود بهرنېو چارو وزیر عباس عراقچي برخه درلوده.