هغه پېغلې چې ناروغي هم ورته پېغور ده
د پاکستان سند ایالت لاړکانه ښار ګوټي یوازینۍ پېژندګلوي دا ده چې د ښار څنګ ته د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو او د هغې د پلار ذوالفقار علي بوټو مقبره ده.
داسې حال کې چې د ښار لارې کوڅې له کثافاتو ډکې دي، د بوټو کورنۍ د مقبرې سپین ګونبدونه په تیاره کې هم له ورایه ځلېږي.
د بي بي سي اردو په 'شي ' نومې خپرونه کې د دغه ښار یو شمېر اوسېدونکې نجونې له خبریالې شمایله جعفري سره د خپلو مسایلو په تړاو غږېدلې دي.
دغه نجونې وايي، ځینې ځايي ښځې ټول عمر د میاشتني عادت له ستونزو ځورېږي، خو د شرم په نامه اجازه نه ورکول کېږي، چې خپله ستونزه له چا سره شریکه کړي.
دوی وايي ان د تیو سرطان په اړه خبرې کول په کور کلي کې شرم بلل کېږي او که پېغله نجلۍ نسايي ولادې ډاکټر ته لاړه شي، د دې او کورنۍ ژوند یې د پېغورونو له کبله سخت شي.
یوې محصلې وویل، که پر دې مسایلو خبرې کوي، ورته ویل کېږي، چې د ښځو په روغتیا پسې بلا پسې، خو ته بې شرمه یې ځکه دا خبرې زموږ د مذهب او ارزښتونو خلاف دي.
دغه نجونې وايي د نارینه و چلند او روغتیايي مسایلو د سیمې ښځې پر ذهني ناروغیو اخته کړې دي او هلته چې د بدني ناروغیو درملنه مهمه نه بلل کېږي، د رواني ناروغیو پر لور د هیچا پام نه اوړي.
د کندکوټ سیمې یوې محصلې د بي بي سي خبریالې ته وویل، د دوی په سیمه کې د کم عمرۍ ودونه عام دي او که یې لور په نس وي نو میندوارې ښځې له مناسبو خوړو هم بې برخې کېږي.
سندۍ محصلینې وايي، د سیمې نارینه له کوره بهر د ستړیو ستونزو او ناکامیو سزا خپلو ښځو ته ورکوي او ډېرې ښځې د نارینه و لخوا وهل ټکول کېږي او ټول عمر ذهني او بدني ځور او کړاونه ګالي.
د سیمې یوې هندو محصلې وویل، د واده لپاره د ځایي هندوانو پېغلو په زوره مسلمانولو رپوټونو له خپرېدو وروسته دوی ته کورنۍ اجازه نه ورکوي، چې لوړې زده کړې وکړي.
دغو نجونو د خلکو له لوري پر ښځو د 'ښې ' او 'بدې ' ښځې ټاپې لګولو او دغه راز په لارو کوڅو او بازارونو کې په همدې نومونو د ښځو پر یادونه هم خبرې وکړې.
د نجونو په وینا د کورنیو فشار، 'خلک به څه وايي '، منطق او د مور پلار له لوري نجونو ته د نظر څرګندولو فرصت نه ورکولو له کبله ټولنه کې د ښځو پر ضد فکر له منځه نه شي تلای.
د بي بي سي خبریاله وايي، دغه بحث مې په ذهن کې د سند نجونو په اړه تصور تیت کړ، خو یو فکر څرګند شو او هغه دا چې نجونې بې ډاره خبرې کوي، ښايي غوسه انسان زړور کوي.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته