پر یوټیوب شهرت لپاره خپل عاشق وژونکې نجلۍ زنداني شوه

د عکس سرچینه، youtube
یوه امریکايۍ نجلۍ، چې تېر کال یې پر یوټیوب چینل د جالبې ویډیو خپرولو په پار پرډز خپل مین وژلی و، پر شپږ میاشتې زندان محکومه شوې ده.
دغې جوړې غوښتل پر یوټیوب چینل د لیدونکو زیاتولو لپاره جالبه ویډیو خپره کړي، چې په ناغوښتي ډول له نجلۍ خپل مین ووژل شو.
پېښه تېرکال هغه مهال وشوه چې 'پدرو ورییز ' نومی هلک تر خپل کمیس لاندې پېړ کتاب ځای پر ځای کړ او له ۳۰ سانتي متره واټن څخه پرې خپلې معشوقې 'مونالیزا پرز ' ډز وکړ.
دوی انګېرلې وه چې د کتاب پېړوالي به د مرمۍ مخه ونیسي، خو دغسې ونه شول او مرمۍ د ښاغلي ورییز پر ټټر ننوته او هغه یې وواژه.
اغلې پرز، چې د دوو ماشومانو مور ده، د ناغوښتې وژنې په تور مجرمه پېژندل شوې ده.
د اغلې پرز وکیل 'جیمز بري ' وايي، حقیقت دا دی چې دغه احمقانه ساتيري پخپله د پدرو روییز له خوا طرحه شوې وه او تورنې د خپل مین پر هغه خبرو باور کړی و چې دا کار زیان نه لري.
پرز او روییز به د متحده ایالتونو په مینيسوټا ایالت کې په زړه پورې ویډیويي صحنې فلمولې او د شهرت لپاره به یې پر یوټیوب خپرولې.
کله چې تېر کال اغلې روییز پر خپل مین ډز وکړ، نو د ډز پر غږ د هغې کابو ۳۰ ګاونډیان او د دوی درې کلن زوی هم خبر شوي وو.
هغه مهال اغلې روییز پولیسو ته زنګ وهلی و چې پر خپل مین ترې ډز شوی دی.
نوموړې د پېښې پر مهال میندواره وه.


















