اقلیمي بدلون پر ښځو ډېر بد اغېز کوي
د عکس سرچینه، Getty Images
یوه نوې څېړنه وایي، ښځې د سړیو پرتله د اقلیمي بدلون له منفي پایلو ډېرې اغېزمنې کېږي.
د ملګرو ملتونو لخوا خپرې شوې شمېرې ښیي، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د اقلیمي بدلون له کبله د بېځایه شویو وګړو ۸۰ سلنه ښځې دي.
د اقلیمي بدلون په اړه د ۲۰۱۵ کال د پاریس تړون کې هم دا خبره منل شوې ده چې د طبیعي پېښو پر وخت ښځې ډېر زیان ویني.
په یاد تړون کې پر دې هم ټینګار شوی چې ښځې لا ځواکمنې شي او توپيري چلند باید ورسره ونشي.
دغه څېړنه د یوې بېلګې په توګه د مرکزي افریقا د ښځو یادونه کوي.
په یاده سیمه کې د چاد په نامه جهیل ۹۰ سلنه وچ شوی دی. له همدې کبله ښځې اړې دي چې د اوبو راوړلو لپاره لېرې پرتو سیمو ته پلي مزل وکړي.
یو شمېر کارپوهان وایي، د وچکالۍ په موده کې ډېری سړي ښاري سیمو ته د کار لپاره ځي.
خو ښځې په خپلو کلیوالو سیمو کې پاتې کېږي او له وچکالۍ او د اقلیمي بدلون له نورو پایلو ډېرې اغېزمنې کېږي.
د عکس سرچینه، Getty Images
دا چې اوس په ګڼو هېوادونو کې وچکالي ورځ تر بلې ډېرېږي، ښځې اړې دي چې د کورنیو د ساتلو لپاره لا ډېر زیار وباسي.
څېړنه وایي چې د اقلیمي بدلون بدې پایلې یوازې کلیوالې ښځې نه اغېزمنوي، بلکې په ښاري سیمو کې یې هم د قربانیانو لویه برخه ښځې دي.
په ډېرو هېوادونو کې ښځې له اقتصادي پلوه پر سړیو تکیه کوي.
د عکس سرچینه، AFP
دوی خپلې دندې نه لري او په مهمو پرېکړو کې یې هم ونډه ډېره کمه ده. همدا لامل دی چې د طبیعي پېښو پر وخت ډېری ښځې خپل برخلیک نشي ټاکلی او د سړیو پرېکړو ته غاړه ږدي.
څېرنه وایي، په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا په فلورېډا ایالت کې هم د کترینا په نامه سمندري توپان ښځو ته ډېر زیان ور واړولو، ځکه په زیانمنو سیمو کې تر ډېره هغه بې وزله کورنۍ اوسېدې چې مشري یې ښځو کوله.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته