شپږو میاشتو کې درې نیم زره ایرانۍ نجونې له کور تښتېدلې
د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران یو چارواکي وايي، د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې درې زره ایرانۍ نجونې له خپلو کورونو تښتېدلې دي.
د ټولنیزو چارو یو چارواکی حسین اسد بېګی زیاتوي چې د ۱۳۹۵ کال پرتله سږ کال لومړیو شپږو میاشتو کې د ایرانیو پېغلو تېښته ډېره شوې ده.
هغه تسنیم خبري اژانس ته ویلي، چې د ۱۳۹۵ کال کې دوی ته د پنځه زره نجونو د تېتښې خبر رسېدلی دی.
دا د هغو نجونو شمېر ده چی له کور تر تېښتې وروسته یې د ایران د ټولنیزو چارو مرکزونو ته تللې دي، یا رپوټ شوې دي او ښايي ریښتونی شمېر تر دې هم ډېر دی.
چارواکي وايي، سپکاوی، رټل او کورنی تاوتریخوالی د نجونو د تېتښې اصلي لامل دی.
دوی وايي، په تهران کې د نجونو لپاره څلور امن خونې شته، خو دوی یواځې تر دریو اونیو په دې مرکزونو کې پاتېدلی شي.
ایران کې امن خونې د اړمنو او ملاتړ غوښتونکو نجونو لپاره جوړې شوې، خو کمې اسانتیاوې لري.
د دغه هېواد په ایلام ولایت کې د ښځو د ځان سوځونې پېښې خورا ډېرې دي، خو امنخونه یې روان کال کې جوړه شوه، مګر څو میاشتې وروسته پرچاو شوه.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته