"نوازشریف باید استعفا ورکړي"
د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د پيپلز ګوند مشر اصف زرداري دواړو د پاکستان له لومړي وزیره غوښتنه کړې، چې باید اخلاقاً له خپلې دندې ګوښه شي.
د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان د سترې محکمې یوه کمېسيون د دغه هیواد د لومړي وزیر نوازشریف، د هغه د دوو زامنو او لور پر ضد د 'پاناما ' په تړاو قضيه کې امر وکړ، چې پر ښاغلي شریف د دغو تورونو د سپيناوي لپاره دي څېړنډله جوړه شي او په ۶۰ ورځو کې دي بشپړ راپور خپور کړي.
د یاد کمېسيون تردغې پرېکړې وروسته که څه هم د لومړي وزیر نوازشریف پلویانو خوښۍ لمانځلې او د بري ادعا يې کړې، خو د اپوزیسيون سیاستوالو بیا له ښاغلي شریف څخه د ګوښه کېدو غوښتنه کړې. ځکه چې وايي، د کمیسيون پرېکړه د هغه پر ضد ده.
د پاکستان پخواني ولسمشر او د پيپلز ګوند مشر اصف زرداري په يوه خبري غونډه کې د سترې محکمې دغه پرېکړه غندلې او وايي، لومړی وزیر نوازشریف باید له دندې ګوښه شي.
د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي زرداري وویل، له تېر یوه کال راهیسې د یاد کمېسيون په نامه پر پاکستاني قام ریشخند وهل شوی او د کميسيون دغه پرېکړه يې وغندله. خو په خپلو خبرو کې يې هغو دوو قاضيانو ته سلام وړاندې کړ، چې د لومړي وزیر نوازشریف ضد يې نوټ ليکلي و.
پاکستان کې د اپوزیسيون دویم مهم سیاستوال او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان که څه هم د سترې محکمې د دغې پرېکړې تود هرکلی کړی او دا يې د ښاغلي شریف ضد بللې، خو د ښاغلي زرداري په څېر يې له ښاغلي شریف څخه د استعفا ورکولو غوښتنه کړې.
"ددغې قضيې پنځو واړو قاضيانو نن په خپله پرېکړه کې د نوازشریف ټولې خبرې رد کړې. مطلب هر څه يې دروغ وګڼل، ځکه زه نن د پاکستان د ټول قام لخوا نوازشریف ته وایم، چې هغه د استعفا ورکړي. ''
د پاکستان د سترې محکمې تردغې پرېکړې وروسته واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند او د اپوزیسيون عمران خان ګوند دواړه خواوې خواږه وېشي او د خوشاليو څرګندونې کوي.
د ځينو په اند دغې پرېکړې ته د نوازشریف ګوند وارخطا و، چې هسې نه د دوی ضد پرېکړه وکړي او ښاغلی شریف ګوښه کړي.
د عکس سرچینه، Getty Images
بلې خواته د عمران خان پلویان بیا په دې نظر وو، چې ښاغلی شریف به په هر صورت له دندې ګوښه کوي.
د کمېسيون پرېکړې که زړونو کې دواړه خواوې خواشینې کړې هم وي، خو په ظاهره دواړو خواوو د خوشۍ څرګندونې کړې او دواړو لوریو د بري ادعا کړې.
د عمران خان په مشرۍ د اپوزیسيون ځينو سیاستوالو د لومړي وزیر پر ضد لاریونونه کړي
د ویلو وړ ده چې د پاناما له ډاګیزه شويو اسنادو څخه ځيني داسې اسناد څرګند شوي وو، چې په کې د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف پر دوو زامنو حسن نواز، حسین نواز او لور مریم نواز تور پورې شوی و، چې په بهر کې يې خپلې شتمنۍ پټې کړې.
د عکس سرچینه، Getty Images
تر هغه وروسته د عمران خان په مشرۍ د اپوزیسيون ځينو سیاستوالو د ښاغلي شریف ضد احتجاجونه پېل کړل او ښاغلی شریف يې دې ته اړ کړ، چې د دغې قضيې د څېړلو لپاره يې د یوه پنځه کسیزه کمېسيون جوړولو اعلان وکړ. یاد کمېسيون په شاوخوا پنځنیمو میاشتو کې دغه قضيه څېړلې او ننۍ پرېکړه يې اعلان کړه.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته