تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بغداد کې د پولیسو پر پوستې موټربم ځانمرګی برید شوی
د عراق په پلازمېنه بغداد کې د پولیسو پر تمځای د موټربم ځانمرګي برید په پایله کې لږ ترلږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وایي، د بغداد په سوېل کې له چاودېدونکو توکو ډک د سون توکو ټانکر په چاودنه کې له ۴۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.
هېڅ ډلې تراوسه ددې برید مسوولیت نه دی منلی.
اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې په دې وروستیو کې په عراق کې ځانمرګو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د چهارشنبې ورځې برید په داسې مهال کېږي چې عراقي ځواکونه لا هم د موصل په بشپړ ډول نیولو لپاره د داعش له ډلې سره په جګړه دي. دغه ښار د هغوی وروستۍ مرکز بلل کېږي.
د عراق پوځ د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف په هوایي ملاتړ او پوځي سلا مشورو توانیدلی چې د عراق په شمال کې ددغه ښار عمده برخې او څنډې ونیسي.