له ګوانتانامو ۱۰ بنديان خوشي شول
د عکس سرچینه، Getty Images
د عمان د بهرنيو چارو وزارت وايي د ګوانتانامو لس بنديان ورسپارل شوي دي.
د دغه هېواد چارواکو د دوشنبې په ورځ (۱۶ جنوري) ويلي دغه زندانيان يې د امريکا په غوښتنه او بشري وضعيت ته په پاملرنې سره منلي دي.
د عمان د بهرنيو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې د دغو بنديانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي خو وايې دوي ته په دغه هېواد کې د اوسېدو موقتي اجازه ورکړل شوې ده.
دغه ګام د بارک اوباما د ولسمشرۍ په وروستيو ورځو کې اخيستل شوی دی، نوموړي ويلي وو چې غواړي دغه زندان وتړي.
د عکس سرچینه، AFP
ښاغلي اوباما په ۲۰۰۸ کال کې د ټاکنو د مبارزې پر مهال ژمنه کړې وه چې د ګوانتانامو زندان به تړي خو ښاغلي اوباما د خپل حکومت په اته کلنه موده کې په دې کامياب نه شو چې دغه زندان په بشپړه توګه وتړي.
د وروستيو لېږدونو وروسته اوس په دغه زندان کې له ۵۰ لږ بنديان پاتې دي. کله چې اوباما واک ته ورسېد هغه مهال په دې زندان کې ۲۴۲ تنه بنديان وو.
د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نورو بنديانو د لېږد د بندولو غوښتنه کړې ده او دغه چاره يې خپله پرېکړه ګڼلې، او پر ټويټر يې ويلي وو بندیان خطرناک کسان دي، او بايد خوشي نه شي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته