کېري: د مېشت ځایونو له کبله د اسرائیلو راتلونکی له خطر سره مخامخ دی
د عکس سرچینه، AFP
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د اسرائیلي مېشت ځایونو جوړولو غندلو په تړاو د امنیت شورا پرېکړه ستایلې او خبرداری یې ورکړی چې د یهودي دولت په توګه د اسرائیلو راتلونکی خطرناک او د دواړو دولتونو د منحل کېدو لامل کېدای شي.
جان کېري د خپل هېواد د هغې پرېکړې دفاع کړې، چې د اسراییلو خلاف د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک د تصویب پر مهال یې رایې کاروونه کې برخه وا نه خیسته. نوموړی وايي دغه پرېکړه د امریکا له ارزښتونو سره سمه وه.
ښاغلي کېري د چهارشنبې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک له تصویب وروسته د اسراییلو تورونو ته ځواب وایه. د اسراییلو او فلسطین تر منځ د سولې خبرو په اړه ښاغلي کېري وویل، چې دا وروستیو کلونو کې د امریکا له ټولو هڅو سره هم د دوو دولتونو حل اوس له سخت خطر سره مخامخ دی.
د نوموړي په خبره د اسراییلو اوسنۍ پالیسي له کبله د راتلونکي سولې هوکړه له خطره سره مخامخ ده او په خبره یې دغه چاره نه د اسراییلو، نه هم د فلسطین او نه د امریکا په ګټه ده.
د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي کېري وویل که زموږ د سترګو پر وړاندې د دوو دولتونو د عمل وړ حل ته زیان رسېږي، موږ نه شو کولای په سمه توګه د اسراییلو دفاع وکړو.
د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک په اړه د خبرو پر مهال ښاغلي کېري وویل، پرېکړه لیک کې لیکل شوي، چې د مېنو ودانول هېڅ قانوني جواز نه لري، له نړیوال قانونه سرغړاوی دی او د دوو دولتونو د حل پر وړاندې خنډ دی.
کېري وویل، که ټول لوري وغواړي اوس هم پرمختګ کېدای شي. د هغه په وینا د اسراییلو او فلسطین تر منځ تل پاتې سوله د دوو دولتونو په حل پورې غوټه ده.
د جان کېري په وینا هغومره هلې ځلې، چې د اوباما حکومت د اسراییلو د خوندیتوب لپاره وکړې، په تېر کې هېڅ بل حکومت نه دي کړې. د کېري په وینا:
د اسراییلو لومړي وزیر خپله زموږ پر فوق العاده پوځي او استخباراتي مرستو اعتراف کړی.
زموږ پوځي تمرینات د پخوا پرتله لوړې کچې ته رسېدلي دي. په ایرن ډوم نومي دفاعي نظام کې زموږ د مرستې له کبله د بې شمېره اسراییلیانو ځانونه ژغورل شوي دي.
موږ پرلپسې له ځانه د اسراییلو د دفاع حق ملاتړ کړی، چې په کې د غزې فعالیتونو ملاتړ هم شامل دی، چې له کبله یې ډېرې ناندرۍ هم راپورته شوې.
اوباما حکومت تېره اونۍ ملګرو ملتونو کې د اسراییلو خلاف وړاندې شوی پرېکړه لیک نه یوازې دا چې ویټو نه کړ، بلکې رایې کاروونې کې یې هم برخه وا نه خیسته.
د امریکا له دغه اقدامه وروسته اسراییلو پرې سختې نیوکې وکړې او تور یې پورې کړ، چې ګواکې د پردې تر شا امریکا د دغه پرېکړه لیک په تصویب کې رول درلود.
د عکس سرچینه، AP
په لومړي سر کې مصر غوښتل هغه پرېکړه لیک وړاندې کړي، خو د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مداخلې وروسته مصر له دغه کاره پر شا شو او وروسته نیوزلانډ، سینیګال، وینزویلا او مالیزیا دغه پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې د رایو په اکثریت ومنل شو.
اسراییلو داسې اشارې څرګندې کړې، چې ګواکې له هغو هېوادونو سره، چې پرېکړه لیک ته یې د تایید رایې ورکړې، خپل اړیکي ساړه کړي.
په تېر کې د امریکا متحدو ایالتونو د اسراییلو خلاف ملګرو ملتونو کې وړاندې شوي پرېکړه لیکونه ویټو کړي دي، خو دا ځل د اوباما حکومت د پخوا برعکس دغه پرېکړه لیک ویټو نه کړ.
د امنیت شورا ۱۵ غړو نه ۱۴ د تایید لپاره رایې ورکړه او امریکا په رایې کاروونه کې برخه نه درلوده او دغه پرېکړه لیک یې ویټو نه کړ.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته