تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوېلي افریقا نړیوالې جنایي محکمې کې خپل غړیتوب پایته رسوي
د سوېلي افریقا دولت په پام کې لري چې له نړیوالې جنایي محکمې ووځي، دا ګام د دغې محکمې د دریځ کمزوري کېدو په تړاو د اندېښنو لامل شوی دی.
د جمعې په ورځ (اکتوبر ۲۱مه) راپورونه خپاره شوي چې د سوېلي افریقا دولت د ملګرو ملتونو سرمنشي ته یو لیک سپارلی چې پکې ویل شوي په دغه محکمه د غړیتوب ژمنې یې د هېواد د بهرني سیاست له ځینو هدفونو سره ټکر کوي او په توګه یې د بېلېدو پرېکړه هغه ته رسولې ده.
که څه هم د ملګرو ملتونو ویاند د لیک ترلاسه کولو له تاییدولو ډډه کړې او په ملګرو ملتونو کې د سوېلي افریقا استازولی هم دا خبره نه ده تایید کړې، خو څو نړیوالو اژانسونو ویلي، د هغه لیک متن یې لیدلی چې تېره ورځ د سرمنشي دفتر ته ورکړل شوی.
د رویټرز اژانس لیکلي؛ په دغه لیک کې چې د سوېلي افریقا د بهرنیو اړیکو او همکاریو وزیرې مایته نکو انا ماشابانده لاسلیک کړی راغلي چې "د سوېلي افریقا جمهوریت دې پایلې ته رسېدلی چې د اختلافونو د حل کولو په تړاو ددې هېواد ژمنې په ځینو مواردو کې د نړیوالې جنایي محکمې له تفسیرونو سره ټکر مومي."
د لیک په دوام کې راغلي؛ د سوېلي افریقا دولت "ژمن دی چې د عدالت له منګولو د نړیوالو مجرمینو د تېښتې مخنیوی وکړي او د افریقایي ټولنې یو له بنسټګرو په توګه، د افریقا په لویه وچه کې د اختلافونو سوله ییز حل او د بشري حقونو ساتنه خپله دنده بولي."
د روم تړون (د نړیوالې جنایي محکمې جوړېدو حقوقي بنسټ) نه د افریقا د وتلو پرېکړه ښایي له دغه هېواد نه د سوډان ولسمشر حسن عمر البشیر پر سفر د سوېلي افریقا د بشري حقونو بنسټونو شکایتونو سره تړلې وي.
د نړیوالې جنایي محکمې څارنوالۍ په ۲۰۰۸ کال کې د سوډان ولسمشر د دارفور په جګړه چې په ۲۰۰۳ کال کې پیل شو، په جنګي جنایت، نسل وژنې، او د بشریت پرضد جنایتونو تورن کړ او د محکمې غړو هېوادونو ته یې د هغه د نیولو حکم وکړ.
د روم تړون له مخې، دا هېوادونه اړ دي د محکمې حکم پلي کړي.
تېر کال په جون میاشت کې د سوډان ولسمشر د افریقایي هېوادونو د مشرانو یوې ناستې کې د ګډون لپاره سوېلي افریقا ته لاړ او په سوېلي افریقا کې د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو د سوېلي افریقا له حکومت نه د هغه د نیولو او نړیوالې محکمې ته د سپارلو غوښتنه وکړه. هغوی یوې سیمه ییزې محکمې ته لاړل او د نړیوالې جنایي محکمې حکم ته د دولت د الزام حکم یې ترلاسه کړ.
په مقابل کې، د سوېلي افریقا حکومت د سودان ولسمشر د ډیپلوماتیک خوندیتوب په استناد او دا چې هغه یوې مهمې نړیوالې ناستې کې د ګډون لپاره سوېلي افریقا ته راغلی، د حکم له اجرا کولو یې ډډه وکړه او په همدې لړ کې عمر البشیر د ناستې له پایته رسېدو وړاندې بېرته خپل هېواد ته ستون شو.
له هغه مهال راهیسې، د سوېلي افریقا د بشري حقونو ملاتړو ډلو او دولت ترمنځ د اختلاف دوسیه څېړل کېږي. د بشري حقونو ملاتړې ډلې دولت د روم تړون له ژمنو پر سرغړونې تورنوي او دولت بیا د نړیوالو قوانینو او د هېواد او سیمې "لوړو ګټو" له مخې خپله پرېکړه سمه بولي.