کرېکټ نړیوال جام: افغان لوبډله تمریناتو لپاره قطر ته لاړه؛ وروسته به اماراتو ته ځي

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، ملي لوبډله کې یو شمېر ځوان او ډېری پخواني لوبغاړي شامل دي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام کې د ګډون لپاره چارشنبه سهار قطر ته روانه شوه، او هلته له لنډو تمریناتو وروسته به متحده عربي اماراتو ته ځي.‌

د ۲۰۲۱م کال شل اوریز نړیوال جام لوبې د عمان او عربي متحده اماراتو او عمان په شریک کوربتوب روانه اکټوبر میاشت کې پېلېږي.

افغان کرېکټ بورډ دې سیالیو لپاره د محمد نبي په ګډون اتلس کسیزه ملي لوبډله اعلان کړې، او ۴ احتیاطي لوبغاړي هم ورسره مل دي.‌

د دې لوبو لومړی یا مقدماتي پړاو د اکتوبر پر ۱۷مه پیلېږي او د ګروپ پړاو لوبې به د اکتوبر پر ۲۳مه نېټه پیل شي.‌

افغانستان به په خپل ګروپ کې د لومړي پړاو څخه د ورتلونکو دوو لوبډلو ترڅنګ له پاکستان، هندوستان او نیو زیلنډ سره هم لوبې کړي.

تمه کېده چې کرېکټ بورډ به دا ځل د نړیوال جام لپاره ځوانه لوبډله چمتو کوي او ځینې پخواني لوبغاړي به نور له نړیوالو لوبو لاس پر سر کېږي.‌

خو په لوبډله کې د شاپور ځدراڼ،‌ حمید حسن، محمد شهزاد او اصغر افغان په څېر لوبغاړو نومونه د ځینو کرېکټ مینه والو لپاره د حیرانۍ وړ دي.

افغان ملي لوبډله په ۲۰۱۹ کال کې انګلستان کې د پنځوس اوریزو سیالو نړیوال جام کې ښه ونه لوبېده او خپلې ټولې لوبې یې بایلودې.

خو په شل اوریزو سیالیو کې د افغان ملي لوبډلې رېکارډ نسبتاً ښه دی او افغان مینه وال به دا ځل تمه لري چې ملي لوبډله تر پخوا ښه وځلېږي.

نړیوال جام او کرېکټ بورډ کې ناندرۍ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د شل اوریز نړیوال جام لپاره افغان لوبډله - کپتان به د راشد پر ځای نبي وي

یاده دې وي چې د تېر په څېر دا ځل هم د نړیوال جام په درشل کې د افغانستان کرېکټ بورډ کې خپلمنځي ناندرۍ را وټوکېدلې.

کرېکټ بورډ د سپتمبر میاشتې پر ۹مه نېټه د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام ته ملي لوبډله اعلان کړه. خو له دې اعلان څو شېبې وروسته د شل اوریزو لوبو لپاره د افغان ملي‌ لوبډلې پخوانی کپتان راشد خان له کپتانۍ لاس پر سر شو.

کرېکټ بورډ په سملاسي‌ توګه له کپتانۍ د راشد خان استعفا ومنله او پر ځای یې محمد نبي د نړیوال جام لوبو لپاره نوی کپتان غوره کړ.

یاده دې وي‌ چې راشد خان یوازې درې میاشتې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا د شل اوریزو لوبو لپاره د ملي لوبډلې کپتان نومول شوی و.

خو د نړیوال جام لپاره د ملي‌ لوبډلې تر اعلان وروسته راشد خان پر خپله ټوېټر پاڼه لنډ پیغام کې ولیکل، د لوبډلې غوراوي کې ورسره مشوره نه ده شوې او له همدې کبله دی له کپتانۍ لاس په سر کېږي.

‌له کپتانۍ د راشد خان له استعفا وروسته په لوبډله کې کوم بدلون نه دی راغلی او یوازې یې محمد نبي پر ځای نوی کپتان اعلان شوی.‌‌