پاکستان سوپر ليګ: پېښور زلمو خپله لومړۍ لوبه وبايلله
د عکس سرچینه، PCB
د پاکستان کرېکټ سوپرليګ سياليو دويمه لوبه د پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز لوبډلو تر منځ د کراچۍ په لوبغالي کې وشوه چې کراچي کېنګز په ۱۰ منډو وګټله.
د پېښور زلمي لوبډلمشر ډرن سمي د پچې له ګټلو سره مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. کراچۍ کېنګز په ټاکلو شلو اورونو کې يوازې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۱ منډې وکړې.
کراچۍ ښه لوبه پيل کړه، لومړی توپ وهونکي بابر اعظم يې په ۷۸ منډو د ټام بنټن او حیدر علي له خوا رن اوټ شو. د ده ترڅنګ عماد وسيم په ۳۰ توپونو۵۰، او کمېرون ډېلپورټ په ۱۶ توپونو ۲۰ منډې وکړې.
د پېښور زلمي توپ اچوونکي ښه و نه ځلېدل، يوازې حسن علي دوې او محمد محسن يوه وېکټه واخيسته.
د توپ وهنې په برخه کې د پېښور لپاره د انګلنډ ليم لېونګسټن ۵۴، کامران اکمل ۴۳ او د وېسټ انډيز ډرن سمي ۳۰ منډې وکړې.
د عکس سرچینه، PCB
د پاکستان په دې لیګ کې شپږ لوبډلې لوبېږي چې په کې د پېښور زلمي، اسلام آباد یونائټېد، کوټه ګلډي ایټرز، ملتان سلطان، کراچي کېنګز او لاهور قلندرز په نامه لوبډلې شاملې دي.
د پاکستان کرېکټ سوپر ليګ سيالۍ چې په ۲۰۱۶ کال په دوبۍ کې پيل شوې دا ځل د پاکستان په څلورو ښارونو کې ترسه کېږي. د تېرو پړاونو سياليو کې پاېلوبې کراچۍ او لاهور ښارونو کې شوې وې خو دا لومړی ځل دی چې ټولې لوبې په پاکستان کې کېږي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته