ویراټ کوهلي د ای پي ایل تر ټولو ګران بیه لوبغاړی
د عکس سرچینه، Getty Images
وتلی هندی کرېکټ لوبغاړی وراټ کوهلي د هند غوره لیګ یا ای پي ایل سیالیو تاریخ تر ټولو ګران بیه لوبغاړی ثابت شو. د دغو سیالیو یولسم پړاو لپاره د ویراټ کوهلې بدل کې دوه نیم میلیونه او دوه سوه زره ډالر ورکړل شوي، چې دا ای پي ایل کې د یوه لوبغاړي لپاره تر ټولو ډېرې ورکړل شوې پېسې دي.
رایل چېلنجرز بنګلور لوبډلې د وراټ کوهلي بدل کې دغه پېسې ورکړې دي. د ای پي ایل تېر کال سیالیو کې هم وراټ کوهلې د همدغې لوبډلې لپاره لوبېدلی و.
دغه ۲۰ اووریزې سیالۍ د اتو لوبډلو تر منځ کېږي او له دې مخکې یوراج سینګ هغه لوبغاړی و، چې ۲۰۱۵ کال کې یې د دوه نیمو میلیونو ډالرو بدل کې لوبه کړې وه او د ډېرو پېسو اخیستونکو لومړي سر کې و.
۲۹ کلن وراټ کوهلې دا وروستیو کې له هندۍ فلمي ممثلې انوشکا شرما سره واده کړی او له مخکې یې نوم د نړۍ ګرانه بیه لوبغاړو په نوملړ کې شامل دی.
د وراټ لوبډلې رایل چېلنجرز بنګلور د سویلي افریقا وتلي لوبغاړي اي بي ډیویلیرز ته دغو سیالیو کې د ګډون بدل کې ۱۷۰۰ زره ډالر ورکړي.
د عکس سرچینه، AFP
د اې ایف پي خبري اژانس رپوټ کې د استرالیا کپتان سټېو سمیت او اوپنر توپ وهونکي ډېوېډ وارنر نومونه هم د بهرنیو ګران بیه لوبغاړو په نوملړ کې یاد شوي، چې هر یو د ۱۹۰۰ زره ډالرو بدل کې د خپلو مخکینیو لوبډلو له لوري اخیستل شوی دی.
سټېو سمیت لوبه کې د درغلیو له دوه کلن بندیز وروسته ای پي ایل کې د راجهستان رایلز او ډېوېوډ وارنر سن رایزرز حیدراباد له لوري لوبېږي.
چنئي سوپر کینګز لوبډله له دوو کلونو ځنډ وروسته ای پي ایل سیالیو کې ګډون کوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته