حمید حسن لندن کې له عملیات وروسته کابل ته ستون شو
د عکس سرچینه، HAMID HASSAN
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ستوری او تېز توپ اچوونکي حمید حسن په لندن کې د پښې له عملیات وروسته یکشبنه د نومبر ۱۳مه کابل ته ستون شو.
حمید حسن بي بي سي سره په خبرو کې وویل، عملیات یې بریالی و او ډاکټرانو ورته ویلي چې کولی شي دوه درې میاشتې وروسته سیالیو ته ستون شي.
خو نوموړی وايي هوډ لرم د تمرین لپاره هند ته لاړ شم او ډاډه یم چې له یوه میاشتني تمرین وروسته به په ملي لوبډله کې د لوبېدو لپاره چمتو یم.
ډاکترانو نوموړي ته یو پروګرام ورکړی چې د هغې پر اساس به خپل تمرین ترسره کوي.
حمید حسن له څه مودې راهسې د پېښې درد دلورد چې له امله یې له يو شمېر لوبو پاتې شوی و.
د دې تر څنګ بي بي سي پښتو تلویزیون سره په خبرو کې د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس شفيق الله ستانکزي د حمید حسن د روغتیا په اړه ډاډ ورکړ او وویل چې ډېر ژر به ملي لوبډلې ته را ستون شي.
د عکس سرچینه، Getty Images
حميد حسن د افغانستان يو تر ټولو تېز توپ اچوونکی دی، چې د انګلستان په کلبونو کې يې هم لوبې کړې او ستايل شوی دی.
نوموړي په ټولو ۳۵ شل اوريزو لوبو کې برخه اخیستې او ۵۴ لوبغاړي يې سوځولي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته