طبیعي تی ورکول د میندو د شکر خطر کموي
د عکس سرچینه، Getty Images
یوې طبي څېړنې موندلې، ماشوم ته تر شپږو میاشتو ډېر تی ورکول د میندو د شکر ناروغۍ خطر نیمايي ته راټیټولی شي.
پوهانو دېرش کاه پر هغو معلوماتو څېړنې وکړې، چې کوم څیزونه د زړه د ناروغۍ سبب کېدای شي.
په دې څېړنه کې د امریکا یوه څېړنه هم شامله ده. په څېړنه کې د ۱۹۸۵ تر ۱۹۸۶ کال پورې پر ۵ زرو هغو کسانو ازموینې شوې، چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ وو.
څېړنو ومونده، هغه میندې چې په طبیعي ډول شپږ میاشتې ماشوم ته تی ورکوي، د هغو میندو په پرتله یې ۴۷ سلنه د شکر ناروغۍ د اخته کېدو خطر کمېدای شي، چې په طبیعي ډول تی نه ورکوي.
مشرې څېړونکې ډاکټره ایریکا ګونډرسن وویل: "د طبیعي تي ورکولو د مودې او د شکر ناروغۍ د خطر کمېدو ترمنځ مو ډېره قوي اړیکه ومونده".
د څېړنې دا پایلې چې په "جاما" طبي مجله کې هم خپرې شوې، داسې ثبوتونه هم راغلي چې طبیعي تی ورکول د میندو او تي خورو ماشومانو د خوندیتوب لپاره یوشان روغتیايي ګټې لري.
وړاندې یوې بلې ورته څېړنې موندلې وه، چې په طبیعي ډول تی ورکول د میندو د تیو او رحم د سرطان خطر کمولی شي.
پوهان وايي، ځینې هورمونونه له طبیعي تي ورکولو سره تړاو لري، چې پر انسولین افرازوونکو پانکراس ژونکو نېغ اغېز لري.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته