برتانیا کې د پورن فلمونو ویبپاڼې محدودېږي
د برتانیا دولت ویلي، د راتلونکي کال له پیله، هغه کسان چې غواړي پر انټرنیټ د پورن (لوڅ) فلمونو وګوري، باید ثابته کړي چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو لوړ دي.
د نوې پرېکړې له مخې، پورن پاڼې باید د ۲۰۱۸ کال له اپرېله د لیدونکو د عمرونو معلومولو سیستم فعال کړي.
دا ګام په مجازي نړۍ کې د ماشومانو د لا خوندي ساتنې په موخه اخیستل شوی.
د پوهانو په خبره، پر زلمکیانو د انټرنټي محدودیتونو لګول مرسته کوي چې هغوی د ټولنیزو رسنیو له ضررونو په امان وي.
په ۲۰۱۸ کال کې به ټول هغه کسان چې غواړي د لوڅو فلمونو پاڼو ته ننوځي، باید خپل ټول معلومات وړاندې کړي.
هغه پورن پاڼې چې له نوي قانونه سرغړونه وکړي، د انټرنټي خدمتونو د وړاندې کوونکو ادارو له خوا به یې پاڼې وتړل شي.
په برتانیا کې د پورن پاڼو د چاڼ مسله په ۲۰۱۶ کې راپورته شوه چې اوس به یې د دغه هېواد د ډیجیټلي چارو وزارت مسوده ولسي جرګې ته وړاندې کړي.
له ماشومانو د ملاتړ بنسټ د ۲۰۱۶ کال په راپور کې کښلي "د زلمکیانو له خوا د پورن (لوڅو) فلمونو ليدل، شونې ده د هغوی پر روزنه او شخصیت ناوړه اغېز وکړي ".
د عکس سرچینه، Science Photo Library
د دغه بنسټ د راپور له مخې، هغه ځوانان چې عمرونه یې ۱۵ - ۱۶ دي، ۶۵ سلنو او هغه ځوانان چې عمرونه یې له ۱۱ تر ۱۶ کلونو دي، ۴۸ سلنو یې لوڅ فیلمونه لیدلي دي.
د تر سره شوې څېړنې له مخې، ۲۸ سلنه ځوانان اصلن د نور څه په پلټلو بوخت دي، چې پر پورن پاڼو ور پېښ شوي، خو ۱۹ سلنه نور بیا په لوی لاس پورن پاڼو ته ننوتلي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته