د پلي تګ پرمهال موبایل کې لاس وهل مرګوني دي
د عکس سرچینه، Getty Images
د امريکا د لویو لارو د خونديتابه ټولنې د اټکل له مخې په ۲۰۱۶ کال کې ۶ زره پلي کسان وژل شوي دي.
د یادې مړینې یو لامل يې پر لاره د پلیو او موټر چلوونکو له خوا د ځیرکو موبایلونو کارول ښودل شوي دي.
په رپوټ کې د موټر چلوونکو ډېروالی، د اقتصادي وضعیت ښه کېدل، د نفتو ټیټې بیې او د ځغاستې او نورو موخو لپاره پر سړکونو ډېر پلی تګ د پلیو د زیاتي مرګ ژوبلې نور عوامل یاد شوي دي.
شراب هم د ۳۴ سلنه پلیو او ۱۵ سلنه موټر چلوونکو د مړینې لامل ګڼل شوی.
د امريکا د لویو لارو د خونديتابه ټولنې په رپوټ کې کارول شوي معلومات د ۲۰۱۶ کال د روستیو شپږو میاشتو دي چې د امریکا له ټولو ایالتونو راټول شوي دي.
د بریتانیا لارو د خوندیتابه اداره وايي، په دغه هېواد کې هم د ګرځندو موبایلونو له امله پېښدونکي خطرونه په ډېرېدو دي.
د یاد هېواد د سړکونو د خوندیتابه مسوول نیک لایډ وايي، پر سړکونو د تګ او اوښتو پر مهال د ناپامۍ له امله ډېر ماشومان، غټان او زاړه ټپیانېږي: "دا هر څه پر لاره د سندرو اورېدو، مقابل لوري سره د خبرو کولو، پیغام استولو او نټ کارونې پایله ده. "
د عکس سرچینه، AFP
د نړۍ یو شمېر ښارونه په پلیو لارو له ځیرکو موبایلونو سره د بوختیا د کمونې په پار لاس په کار شوي دي.
د جرمني د اګسبرګ ښار د بسونو په تمځی کې سرې او شنې اشارې ځای پر ځای شوي چې په موبایل کې شله ګوته وهونکي متوجه کړي.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته