نړۍ د ډرون له سترګو داسې ښکاري

د ډرون په مټ د نړۍ له ګوټ ګوټه اخیستل شوي په زړه پورې عکسونه چې ښايي شونې نه وي له داسې زاویې یې په سترګو ووینئ. .

د عکس سرچینه، Max Seigal

د عکس تشریح، مکس سیګل د امریکا اوتا کې پر کړنګ د ختو ورزش عسکونه په ډرون اخیستي

د عکس سرچینه، Francesco Cattuto

د عکس تشریح، ایټالیا کې اومبریا سیمه چې نوره په غبار کې پوښلې خو یوازې د سېنت فرانسس لرغونې کلیسا ترې ښکاري

د عکس سرچینه، Szabolcs Ignacz

د عکس تشریح، د رومانیا په څرځای کې د مېږو رمې ښکلې منظره جوړه کړې.

د عکس سرچینه، Todd Kennedy

د عکس تشریح، د استرالیا کبل سمندرغاړو سره اوښان په کتار کې یو پر بل پسې ګامونه اخلي.

د عکس سرچینه، Jonathan Payet

د عکس تشریح، د ري یونین ټاپو کې اورشیندی غر په قهرېدو دی.

د عکس سرچینه، Karolis Janulis

د عکس تشریح، په اوړي کې د ګرن کانېریا پر آوارو شګو د لمر کټونو او چتریو لېکې هم ښکلي ښکاري.

د عکس سرچینه، Helene Havard

د عکس تشریح، د هواهیني ټاپو کې یوه جوړه تر دنګو ونو لاندې پراته دي.

د عکس سرچینه، Cliechti

د عکس تشریح، د جاپان یباراکي سیمه کې د یوشیکا دېبوتسو ستره برونز مجسمه پر ښار واکمنه ده.

د عکس سرچینه، Actua Drone

د عکس تشریح، د فرانسوۍ پولینیسیان ټاپو څنډو کې یو مرغه د تصادف له مخې یوه ډرون سره سترګې په سترګو کېږي.

د عکس سرچینه، Ulysses Padilha

د عکس تشریح، د برازیل ریو دې جینیرو پر پلي لارو ولاړې دنګې ونې

د عکس سرچینه، Dron Expert

د عکس تشریح، د پولند پر سمندرغاړې چې لمر لا ټیټ دی، سیوري ډېر اوږده دي.

د عکس سرچینه، Ryan Jones

د عکس تشریح، د کاناډا نیګارا آبشار کې ډرون هغه شېبه عکاسي کړې چې اوبه له پاسه ځان د ځمکې جاذبې قوې ته سپاري.

د عکس سرچینه، Aurobird

د عکس تشریح، یو بزګر د هند ګونتور سیمه کې د مرچو په سره پټي کې بوخت دی.

د عکس سرچینه، Maksim Tarasov

د عکس تشریح، د روسیې اګدېګارژک کې سکي لوبغاړو ځانونه لوبې ته چمتو کوي.

د عکس سرچینه، J Courtial

د عکس تشریح، د ایټالیا د ورنازا سمندرغاړې رڼې اوبه او ښکلې ودانې نه هېرېدونکي دي.

ټول عکسونه د Dronestagram له خوا خپاره شوي.