خیبر دره؛ د خلکو، سوداګرو او لښکرو تاریخي لار

د عکس تشریح، خیر دروازه.
    • Author, عابد حسین
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد

له دوو ملګرو سره په ګډه مې له اسلام اباد تر خیبر دروازې د چکر پرېکړه وکړه.

خو د نصیب خبره وه چې تر تورخم یې ورسولو او ټوله خیبر دره یې را باندې ولیده

د عکس سرچینه، Courtesy Muneeb Ansari

د عکس تشریح، اکوړه خټک کې حقانیه مدرسه.

مګر پرېکړه مې له ځان سره څو ورځې مخکې هغه وخت کړې وه چې دغه ملګري ویل یو خوا چکر وهو اوما خیبر دروازه غوره کړه او وجه یې هم له چپلي کباب سره مینه وه.

د مارچ په ۲۴ سهار نهه بجې له ملګري او د هغه له مېرمنې سره له اسلام اباد روان او پښتونخوا ته تر اوښتو وروسته په اکوړه خټک تېرېدو او بیا تاروجبه کې سپېشل کباب ته ګونډې وهل و.

موږ تېرو کلونو کې بیا بیا پېښور ته تللي وو، خو خیبر دروازه مو په لسګون نوټ کې لیدلې وه، نه په سترګو.

خیبر دروازه خیبر درې ته د تللو پیل ده، یوناني بلوڅګر سیکندر اعظم هم کارولې.

د عکس تشریح، له پېښور خیبر ته د ننوتلو دروازه.

د سلیمان غرونو لړۍ کې دا تاریخي سیمه د ورېښو لار مهمه برخه وه، له زرګونو کلونو راهیسې د خلکو، سوداګرو او جنګي لښکرو لار ده.

د عکس تشریح، پر ۱۹۶۳ کال د خیبر دروازې پرانیسته.

د پاکستان تر جوړېدو وروسته پوځي مشر ایوب خان خیبر درې ته لاړ او هلته چارواکو ورته وویل، چې د جمرود کلا سره خیبر ته تللې لار باندې باب خیبر جوړ کړي.

د عکس تشریح، د پاکستان په لسګون د خیبر دروازې انځور

خو موږ چې له اسلام اباد تر دوه سوه کیلومتره سفر وروسته خیبر دروازې ته ورسېدو، ورځ ښایسته وه، ځای ځای ورېځې او ووره، ځکه مې کمرې ته لاس کړ.

د عکس تشریح، د خیبر دروازې سره تاریخي دېوال هم جوړ شوی دی.

د لیوي(ملېشه) په اجازه جمرود کلا ته لاړو چې ۱۹ پېړۍ کې جوړه شوې ده.

د عکس تشریح، له جمرود کلا د خیبر منظره.

هلته پوځیانو تر لسو دقیقو ودرولو له چا یې په ټلېفون پوښتنه وکړه بیا یې موږ کلا ته د ننه پرېښودو.

د عکس تشریح، د انګرېز د وخت پټلۍ، چې اوس پرچاو ده.

کلا کې ګرځېدو سره مو هغه خونه هم ولیده چې سیک جنرال هري سینګ نالوا پکې وفات شوی و.

د عکس تشریح، په لار کې تاریخي ودانۍ هم شته.

د کلا بام ته ختلو سره مو د پېښور ښار د ټولې سویلي برخې منظره او شمال لور ته مو د خیبر ایجنسي او خیبرپاس پورې تللي سړک ننداره وکړه.

د عکس سرچینه، Courtesy Rida Arif

د عکس تشریح، تورخم باډر چې یوه پل سره وېشلی

هسې خو دا سړک تر کابل رسېږي، خو موږ تر تورخم تللی شو.

له جمرود کلا په وتلو سره موږ د یوې ګړۍ کې څلوېښت کیلومتره لار لنډه کړه.

د عکس سرچینه، Courtesy Rida Arif

د عکس تشریح، تورخم کې پر غرونو ازغن تار

په لار ډبرین غرونه او په مختلفو سیمو کوچنۍ کوچنۍ پوځي کلاوې هم وې چې انګریزانو جوړې کړې دي.

هم مو د ورانې پټلۍ لپاره غرونو کې وتلي سورنګونه ولیدل چې انګریزانو له اسلام اباد تر خیبر غځولې وه.

د عکس سرچینه، Courtesy Muneeb Ansari

اوس بیا حکومت وايي، چې د اورګاډي د تګ لپاره دا پټلۍ رغوي.

تورخم ته په غرونو تر کوزېدو مخکې مو پورې غاړه له افغانستان راتلونکي ګاډي هم لیدل.

د عکس تشریح، د پېښور کارخانو مارکېټ کې هر ډول توکي شته

بس یو پل دی چې دلته کرښه پرې بېله شوې او د بندر دواړو خواوو ته غرونه او ازغن تار دی چې ډیورنډ کرښه یادوي.

ستنېدو کې مو لږ وخت د پېښور کارخانو مشهور مارکېټ کې تېر کړ او ښکاره ده چې دومره اوږد مزل وکړې، خو پېښور کې د جلیل چپلي کباب ونه خورې نو د چکر ګټه به څه وي.