د پېښور ښوونځي برید: د بریدګرو د ملاتړو ضد احتجاجونه
د عکس سرچینه، Reuters
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پېښور پر یوه ښوونځي د برید نن درې کاله پوره شوو او ددغه ښار په بېل بېل برخو کې په دغه برید کې د وژل شويو درېیم تلین لمانځل شوی دی. د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي، د پېښور د یاد ښوونځي د قربانیانو وینې يې هېري نه دي او ''ترهګر به ځپي. ''
درې کاله وړاندې له هغې پېښې وروسته د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه د 'ترهګرۍ ضد ملي کړنلاره ' اعلان کړه، چې د حکومت په خبره تردې کړنلارې وروسته يې وسله وال سخت دریځي ځپلي، خو نیوکه کوونکي لاهم د دغه هېواد استخبارات د وسلوالو ډلو پر پټ او ښکاره ملاتړ تورنوي.
د پېښور په شمول د پاکستان په شاوخوا ټولو لویو ښارونو کې د پېښور ښوونځي د قربانیانو درېیم تلین لمانځل شوی او فعالانو د قرباني شویو په یاد کې شمعې بلې کړې.
په پېښور کې په دغو لاریونونو کې ډېری فعالانو د وسله والو سخت دریځو د ملاتړو ضد شعارونه ورکول او هغوی يې د پاکستان خاینان وبلل. دې احتجاج کوونکو له دې سره چې د دې پېښې د عدالتي پلټنو خواست يې کاوه، د وسلوالو ډلو ضد هم شعارونه ورکړل.
د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د پېښور ښوونځي د قربانیانو په تړاو په خپل پېغام کې ویلي، ۱۶ ''م ډیسمبر به نه یواځې په پاکستان بلکې په ټوله نړۍ کې د تورې ورځې په حیث لمانځل کېږي، '' ځکه چې د ده په وینا ''ترهګرو د پاکستان راتلونکی کهول وژلی دی. ''
د پېښور پر همدې ښوونځي برید کې تر ۱۴۵ زیات کسان وژل شوي و، چې ۱۳۰ يې ماشومان زده کوونکي و. ددغه برید مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی و. د یادې وسلوالې ډلې پخوانی ویاند احسان الله احسان چې اوس د پاکستان پوځ ته تسلیم شوی، احتجاج کوونکو يې په دار د ځړولو غوښتنه کوله.
د پېښور یوې فعالې پلوشه عباس هم د نن په دې احتجاجونو کې ګډون درلود. اغلې عباس وايي، د همدې احتجاجونه له لارې له واکمنو خواست کوي، چې د هر وژل شوي زده کوونکي په نامه دي په پښتونخوا کې ښوونځي جوړ کړل شي.
د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه د ۲۰۱۴م عیسوي کال تردې خونړۍ پېشې وروسته 'د ترهګرۍ ضد د قامي کړنلارې ' اعلان وکړ او اوس ادعا کوي، چې تردې کړنلارې وروسته يې د سخت دریځو وسله والو ډلې ځپلې او امنيت يې ښه کړی دی.
خو په نني احتجاج کې شریک یو بل فعال شفیق ګګیاڼی وايي، د ترهګرۍ ضد د پاکستان تر قامي کړنلارې وروسته هم دغه ډلې ځپل شوې نه دي.
د پېښور د یاد ښوونځي په یاد کې د پاکستان په شاوخوا ټولو لویو ښارونو کې فعالانو سوله ییز لاریونونه کړي او د پېښې د قربانیانو په یاد کې يې شمع بلې کړې. له دې سره ددغه هېواد شاوخوا ټولو رسنیو هم دې ورځې ته ځانګړی خبري پوښښ ورکړی دی.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته